• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان افغانستان ته د خوراکي توکو صادرات زیاتوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

راپورونه د پاکستان د اطلاعاتو ایالتي وزیر فواد چودري له قوله وایي، د عمران خان پر مشرۍ کابینې پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د لوږې او فقر کمولو لپاره دغه هېواد ته د خوراکي توکو صادرات ډېر کړي.

فواد چودري ويلي، په پام کې لري، چې زرګونه ټنه ورېژې او اوړه افغانستان ته ولېږي او مالیات پرې کم کړي، چې په دې توګه له افغانانو سره مرسته وشي.

چودري دا هم ویلي، چې پر افغان توکو به هم مالیات کم کړي، چې افغان سوداګرو ته زمینه برابره شي څو خپل توکي د پاکستان په بازارونو کې وپلوري.

پاکستاني چارواکي داسې مهال دا خبره کوي، چې افغانستان کې د تازه مېوو فصل د ختمېدو په حال کې دی او ډېری تازه مېوې په تورخم او سپین بولدک کې خوسا شوي.

د پاکستان په اړه ویل کېږي، چې هر کال د افغانستان د تازه مېوو موسم کې لارې تړي او افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو
افغانستان

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist