د غربي رسنیو راپورونه وایي، له افغانستانه تاجکستان ته تللي شاوخوا ۱۴۳ پیلوټان او د الوتکو خدمه د یاد هېواد په زندانونو کې پراته دي.
دا هغه ډله پیلوټان دي، چې کله اسلامي امارت په افغانستان کې بشپړ حاکمیت پیدا کړ، دوی تاجکستان ته وتښتېدل او الوتکې یې هم وتښتولې.
راپورونه د امریکا بهرنیو چارو وزارت له قوله وایي، چې امریکا له تاجکستان سره خبرې روانې کړي، چې یاد پیلوټان او خدمه امریکا ته ولېږدوي.
خو دا چې، د الوتکو برخلیک به څنګه کېږي په تړاو یې بشپړ مالومات نه شته.