Skip to content
امریکا له ناټو سره په افغانستان کې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشې په اړه سلا مشورې کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو ته له طالبانو سره د خبرو په اړه مالومات ورکړي دي.
ټام وېسټ ویلي، اسلامي امارت په وضاحت سره ویلي، چې له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې غواړي.
نوموړي ویلي، طالبان غواړي چې بېرته له افغانستان سره د مرستو بهیر پیل شي او د نړیوالو ډپلوماتیکه ټولنه بېرته په کابل کې ولیدل شي او پر دوی لګول شوي بندیزونه لرې شي، خو په وینا یې متحده ایالات دا یو شی هم په یوازې توګه نه شي کولی.