Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ ته له پاکستان راستانه شوي کډوال د بېړنیو مرستو او کار غوښتنه کوي

بلخ ته له پاکستان راستانه شوي کډوال د بېړنیو مرستو او کار غوښتنه کوي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/03

د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډ لمشر اصغر افغان په غوښتنه بلخ کې د تازه راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې په پلور کې تخفیف ورکړل شوی.په دې ولایت کې د شهرنو ښار ګوټي مسوولین وايي، د کرېکټ برخې هېواد ته ډېر ویاړونه راوړي او دا يې حق دی چې غوښتنه يې ومنل شي.

د دوی په خبره، تازه راغلي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دوی له همدې امله دا غوښتنه منلې.

د شهرنو پروژې مسوول سید عقیل بلخي وايي: « زموږ هغه مهاجر هېوادوال چې هېواد ته راستنېږي، د هغوی د لاسنیوي لپاره په ټولو معاملاتو کې ۲۵ سلنه تخفیف په پام کې لرو. زموږ هغه هېوادوال چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راځي، که د مزارشریف د نوي ښار په پروژه کې د استوګنیزو نمرو غوښتنه وکړي، کولی شي د مهاجرت له اسنادو سره په مزارشریف ښار کې زموږ مرکزي دفتر ته راشي، ترڅو موږ ورسره همکاري وکړو.»

له بلې خوا، د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د راستنو شویو لاسنیوی پر سرپرست حکومت سربېره د ټولو خلکو مسوولیت دی چې تر خپلې وسې ورسره همکاري وکړي.

د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریس اسدالله وفا وايي: « سوداګرو د راستنېدونکو کډوالو لپاره موږ سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې کړې. موږ بار بار پر دوی غږ کړی او دوی هم هر ځل لاسنیوی کړی. موږ بیا هم غږ کوو چې مهاجرین بېوزله خلک دي، ستونزې یې ډېر دي؛ ځکه په پاکستان کې د دوی کورونه او شتمني چور شوي او تش لاس هېواد ته راستانه شوي. دوی په هره برخه کې مرستو ته اړتیا لري، موږ بیا هم غږ کوو چې په دې برخه کې همکاري وکړي.»

په ورته مهال، له پاکستانه راستانه شوي کډوال د شهرنو ښارګوټي د مسوولینو د هغه ګام هر کلی کوي چې د اضغر افغان په غوښتنه یې دوی ته د ځمکو او کورونو په ورکړه کې تخفیف اعلان  کړی.

 د دغو کډوالو په خبره، ستونزې به یې هغه وخت حل شي چې د کار زمینه هم ورته برابره شي.

له پاکستانه بلخ ته راستون شوی کډوال وايي: « دوی که دا ځمکه له تخفیف سره راکړي یا حتا وړیا یې راکړي، زه یې د آبادولو وس نه لرم. که داسې یو پروګرام ونیول شي چې د سرپناه په توګه یو انګړ، دوه کوټې او تشناب موږ ته جوړې شي، بیا یې که په قسط هم موږ ته راکړي ښه خبره ده.»

له پاکستانه یو بل راستون شوی وايي: « موږ له ملي سوداګرو او شتمنو خلکو غواړو چې له راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي. که دوی دلته پانګونه وکړي، هم به دا خلک کار پیدا کړي او هم به دوی پیسې وګټي.»

د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال له پيله بلخ ولایت ته نږدې یو نیم زر کورنۍ له پاکستانه راستنې شوې دي چې څه موده وړاندې د ریاست الوزرا د ادارې مرستیال له لوري ورته د ښارګوتي د نومرو وېش  هم پیل شو.

کډوال پر کور دننه پر یادو مرستو سربېره د کاري زمینود برابرېدو غوښتنه کوي او وايي، د کار موندلو له درکه به پر ځان بسیا شي او پر ټولنې به بار نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist