د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام اجرایوي مشر ډیوډ بیسلي ویلي، د نړۍ په ۴۳ هېوادونو کې ۴۵ میلیونه کسان د قحطۍ سره مخ دي، چې درې میلیونه یې یواځې په افغانستان کې دي.
د یادې ادارې اجرایوي مشر ډيوډ بیسلي ویلي، دوی افغانسان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته مرستې برابر وي.
د خوړو نړیوال سازمان د راپور له مخې، د اقلیم بدلون او کوېډ-۱۹ وبا په نړۍ کې د قحطۍ د ډېرېدو مهم عوامل دي.
ملګرو ملتونو همدارنګه په افغانستان کې د مطبوعاتو د هغو رپوټونو یادونه کړې، چې ځینې کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل د کورنۍ غړي پلورلي.