Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تورخم کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په پراخېدو دي

تورخم کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په پراخېدو دي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/01

په تورخم کې له خيبرپښتونخوا او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره ځانګړي شوي پنډغالي کې د دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو له خوا بېلابېل خدمتونه او په ځانګړې توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

اوس مهال پر حکومتي ادارو سربېره د یو شمیر خصوصي ادارو له خوا هم دغې برخې ته پام وراوښتی او د راستنو شویو په پنډغالي کې هر ورځ نوي روغتیايي مرکزونه جوړوي.

د یوه روغتیايي مرکز مسوول محمد صادق حلیمزی وايي: « موږ له ځان سره روغتیايي پرسونل لرو او روغتیايي کارکوونکي هم له متخصص نیولې تر اېم.ډي پورې ټول له موږ سره شته دي. موږ دلته د عمومي داخلې، ماشومانو او او.پي.دي څانګې لرو.»

تازه راستانه شوي په دې پنډغالي کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو له امله خوښ دي، خو ټینګار کوي چې حکومت دې يې د بیا مېشتېدنې، سرپناه او ورته د کاري فرصتونو برابرولو غم هم وخوري.

له پاکستان راستون شوی کډوال وايي:« له حکومت غوښتنه کوو چې موږ له هغه ځایه راغلي یو، دلته مو ځای ځایګی نه شته. د پاکستان حکومت پر موږ ظلم وکړ، ما هلته ۱۶ کاله عمر تېر کړ، اوس چې وطن ته راغلی یم دلته له وړاندې کېدونکو خدمتونو او ډاکټرانو ډېر خوښ یم او مننه ترې کوم.»

له پاکستانه یو بل راستون شوی کس وايي: « زه به له دې ځایه ځم خپل ولایت ته، ځمکه نه شته، پوله،پټی او کور نه شته، حال دا چې د کور جوړولو وس هم نه لرو.»

له بلې خوا، د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مسوولین بیا وايي، ټولو راستنو شویو هېوادوالو ته د کاري زمینوبرابرولو ترڅنګ د دوی اولادونو ته د ښوونې روزنې اسانتياوې برابروي او د سرپناه په موخه به پرې ځمکې ووېشل شي.

د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مالي او اداري آمر ذاهدالله ذاهد وايي: « د راستنو شویو کډوالو په خپلو ولایتونو کې به هرې پنځه کسیزې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي، له پنځو تر لس کسیزې کورنۍ ته به ۱۰ بسوې ځمکه ورکول کېږي او له دې زیاتو ته هم ۱۵ بسوې. دا ځمکه به دوی ته دلته د راجسټر له مخې ورکول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم عمري پنډغالي د مسوولو کسانو له مالوماتو سره سم، اوس مهال افغانستان ته له پاکستانه د کډوالو د بېرته راتګ اندازه کمه شوې او هره ورځ له ۲۵۰ تر ۳۰۰ کورنیو پورې کډوال هېواد ته راستنیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist