Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري زرګونه ټنه راوړل شوې خوراکي توکي بې‌کيفيته دي

جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري زرګونه ټنه راوړل شوې خوراکي توکي بې‌کيفيته دي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/01

د عامې روغتیا وزارت چارواکو د یوه خبري کنفرانس پرمهال په هېواد کې د درملو، روغتیايي محصولاتو او همدا راز د خوراکي توکو د کیفیت او په دې برخه کې د چارو د تنظیم په تړاو له رسنیو سره مالومات شریک کړل.

دعامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي ناستې ته خبرو کې وویل، په دې وروستیو کې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته په زیاته اندازه بې کیفیته توکي راوړل شوي دي.

جلالي زیاته کړه، یوازې د خوړو نړیوال سازمان نږدې ۷ زره میټریک ټنه خوراکي توکي چې د بشري مرستو په نوم د ښځو او ماشومانو د تغذیې په موخه افغانستان ته را وارد کړي،  د خریدارۍ پرمهال یې د خوړو خوندیتوب معیارونه په پام کې نه دي نیولي او خپل کیفیت یې له لاسه ورکړی چې اوس د استفادې وړ نه دي.

د جلالي په خبره، د نړیوالو معتبرو ادارو له لوري د توکو د خریدارۍ په وخت کې د خوړو خوندیتوب معیارونه په پام کې نه نیول کېږي او بیا د بشري مرستو په نوم بې کیفیته توکي افغانستان ته راوړل کېږي او په هېواد کې د ناروغیو او مړینې لامل ګرځي.

جلالي په دې اړه وايي: « د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) د ۶۷۵۰.۲۰ مېټریک ټنه په مقدار سوپرسریل مواد چې د بېلابېلو غله جاتو ترکیب دی، د ښځو او ماشومانو د تغذیې په موخه افغانستان ته را وارد کړي، خو متأسفانه دغه لوی مقدار مواد چې افغانستان ته د بشري مرستو په نوم راوړل شوي، د خریدارۍ پرمهال یې د خوړو د خوندیتوب معیارونه په نظر کې نه دي نیول شوي. په پایله کې ستره اندازه موادو افغانستان ته د راوړلو په وخت کې خپل کیفیت له لاسه ورکړی او اوس د استفادې وړ نه دي. افغانستان ته د بشري مرستو په نوم د بې کیفیته خوراکي توکو واردول زموږ د هېوادوالو د ناروغۍ او حتا د مرګ او میر سبب ګرځي.»

همداراز دعامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو.اېن.ډي.پي) چې د توبرکلوز یا نري رنځ نارغۍ د تشخیص په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري کوي،  د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره یې وارد کړي کېټونه له څېړنو وروسته معلومه شوې چې پر دغو کېټونو وخت تېر دی او اېکسپایر شوي دي.

 د دوی په خبرو، دغو ادارو خپله ستونزه منلې هم ده.

دعامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رییس نعیم الله ایوبي وايي، د درملو، خوراکي توکو او همدا راز د روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول او د چارو د ښه تنظیم لپاره یې ځانګړی طرزالعمل جوړ کړی.

ایوبي خبرداری ورکوي چې هغه کارخونې او یاهم واردونکي او صادرونکي شرکتونه چې په دغو برخو کې  کار کوي، له  طرزالعمل د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلن سره مخ شي.

ایوبي زیاتوي:« د چارو د ښه تنظیم او کارونو پر وخت اجرا کولو په موخه، د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو په برخه کې یو جامع طرزالعمل جوړ او د ریاست الوزرا عالي مقام له خوا یې منظوري ترلاسه شوې. اوس مهال ټولې چارې د همدې منظور شوي طرزالعمل په رڼا کې پرمخ وړل کېږي. په دې طرزالعمل کې یو شمېر تأدیبات هم ذکر شوي. هر هغه څوک چې له قوانینو او له دې طرزالعمل سرغړونه کوي، دغه تأدیبات به ورباندې عملي کېږي.»

عامي روغتیا وزارت له ټولو هغو هېوادونو چې په یادو برخو کې له افغانانو سره د موسساتو او یاهم نړیوالو سازمانونو له لارې مرستې کوي، غواړي چې د مرستو ښه مدیریت او همدا راز اغیزمنتیا او کیفیت ته جدي پام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist