ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړه چې محمد اشرف غني د بیا ځل لپاره په قطعي توګه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی.
ارګ وایي، ولسمشر غني راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا ځل لپاره د ګډون هڅې پیل کړي دي.
تیره ورځ د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه خبري ناسته کې ویلي، اشرف غني په قطعي توګه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او د خپل ټاکنیز ټیم په اړه سلا مشورې کوي.
له دې وړاندې د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د کورنيو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي اعلان کړی و چې، غواړي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځانونه نوماند کړي.