• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۱
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کازان کېدونکې ناسته؛ د اسلامي امارت پلاوی هم په کې ګډون کوي

د کازان کېدونکې ناسته؛ د اسلامي امارت پلاوی هم په کې ګډون کوي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/01

د روسیې په کوربه ‌توب د کازان په جوړېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي پر مشرۍ د پلاوي د ګډون خبر ورکړل شوی.

د روسيې ټاس خبري اژانس په افغانستان کې د یوې سرچینې له قوله ویلي، دغه پلاوی به په ټاکلې نېټه د کازان په ناسته کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم ناسته د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۸مې نېټې په کازان ښار کې جوړه شي او اصلي تمرکز به يې په ګډونوالو هېوادونو کې د اقتصادي سیسټم پر ډیجیټلي کېدو او د همکاریو پر فرصتونو ورټول وي.

د ټاس خبري آژانس د راپور یوه برخه: « یوې افغانې سرچینې ټاس ته ویلي چې افغانستان به یو مهم استازی او پلاوی د کازان فورم ته ولېږي. اټکل کېږي چې د دې پلاوي مشري به د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وکړي. دې پلاوي کې به د کرنې او انرژۍ وزارتونو چارواکي هم شامل وي. د سفر پر مهال پلان شته چې د روسیې او افغانستان تر منځ د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه ولټول شي.»

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي و چې د کازان فورم په څنډه کې به د افغاني تولیداتو یو ځانګړی نندارتون هم پرانیستل شي.

د سرپرست حکومت چارواکو په دې غونډه کې د پلاوي د ګډون یا نه ګډون په تړاو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي د پلاوي ګډون خبره ځکه هیله بښوونکې بولي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخیزې اړیکې باوري کوي او د دواړو هېوادونو استازو ته زمینه برابروي چې هراړخیز مسايل مخامخ مطرح کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « زه هیله لرم د سرپرست حکومت چارواکي یا د هغوی استازي چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي، وکولی شي د افغانستان د خلکو علیا ګټو په نظر کې نیولو سره، د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه روسیې د ملاتړ په جلبولو سره  د ستونزو هوارولو او د افغانستان له خلکو د ملاتړ په برخه کې ښه ګټه پورته کړي.»

ځیني نور بیا دغه ډول ناستې د سرپرست حکومت لپاره د سیمه ‌ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ فرصت ګڼي او ټینګار کوي چې ياد هدف ته د رسېدو لپاره بايد ترې ګټه پورته شي.

د سیاسي چارو شنونکی اسلم دانشمل وايي: « افغانستان په سیمه کې له ځانګړې اهمیت برخمن دی. دغه اهمیت ته په کتو سره موږ باید له دغو فرصتونو سالمه استفاده وکړو، ډېره استفاده وکړو، ترڅو د افغانستان د معضلې حل له همدغو مسایلو سره را ووځي.»

د کازان په ناسته کې د سرپرست حکومت د پلاوی ګډون په اړه له هغې وروسته خبر ورکول کېږي چې موده وړاندې د روسیې سترې محکمې د دې هېواد د لویې څارنوالۍ له خوا د طالبانو پر تحريک د بندیز ځنډولو غوښتنه ومنله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې
افغانستان

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې
افغانستان

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -