کندهار کې حکومتي مسوولین وايي، د ملکي هوايي چلن او ټرانسفورټ وزارت د مشرتابه په هڅو اریانا افغان هوايي شرکت له کندهاره دوبۍ او له دوبۍ کندهار ته د الوتنو اجازه ترلاسه کړه.
چارواکي وايي، د دواړه هېوادونو ترمنځ الوتنې به راتلونکې شنبه پیل شي.
یاد شرکت له دې وړاندې د کابل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د الوتنو پیل کېدو خبر هم ورکړی وو.
د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې ده هره اونۍ یکشنبه له کندهاره دوبۍ او دوشنبه له دوبۍ کندهار ته الوتنې ترسره شي.
وروسته له هغه، چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه افغانستان ونیوه، دغه هېواد ته د هوايي سفرونو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ شو.