Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر ته د متقي سفر؛ شنونکي یې له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره ارزښتناک بولي

قطر ته د متقي سفر؛ شنونکي یې له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره ارزښتناک بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/29

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د قطر هېواد په بلنه د یو پلاوي په مشرۍ دوحې ته په رسمي سفرتللی.

ټاکل شوې چې متقي د کوربه هېواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې او بحثونه ولري.

 د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به په قطر کې له مېشتو افغان سوداګرو سره هم وګوري او د دوی د ستونزو پرحل به خبرې وکړي.

 د تکل په خبره، قطر ته د سفر پرمهال به امیرخان متقي په دوحه کې مېشتو بهرنیو ډېپلوماتانو او سیاسي استازو سره هم په څو اړخیزو مسایلو لیدنې ولري.

تکل په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په رسمي بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو. ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر به د قطر د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ، له یو شمېر نورو قطري چارواکو سره په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې اترې ولري. دغه راز به د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې له قطر مېشتو افغان سوداګرو او نور خلکو سره هم ناستې ولري او د هغوی نظریات، ستونزې او مشکلات به واوري. همدارنګه امېد دی چې د بهرنیو چارو وزیر به له قطر مېشتو بهرنیو ډېپلوماټانو سره هم ګډې ناستې ولري او په څو اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.»

 

د سیاسي چارو کارپوهان په اوسنیو شرایطو کې قطر ته د امیرخان متقي سفر له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره ارزښتناک بولي او زیاتوي، قطر د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د پله حیثیت لري.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « قطر ته د بهرنیو چارو ښاغلي وزیر امیرخان متقي سفر یو ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې له قطر سره له پخوا روابط ښه وو. قطر یو داسې هېواد دی چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکو ټینګولو لپاره د یوه پل حیثیت لري. زه هیله لرم سره له دې چې قطري چارواکو سره ګوري، په قطر کې د نوور هېوادونو له ډېپلوماټانو سره هم په مختلفو مسایلو خبرې ولري.»

ځينې نور بیا په دې باور دي چې دا سفر به نه یوازې د قطر او افغانستان ترمنخ د اړیکو لا ټینګښت په برخه کې شته مسایل حل کړي، بلکې د نړۍ او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوي واټن په لنډېدو کې به هم ګټور تمام شي.

دوی زیاتوي، یوازینۍ لاره چې افغانستان کولی شي په لنډه توګه نړیوال رسمیت ته ورسوي، قطرهېواد دی چې اوس باید له رامنځته شویو فرصتونو په بشپړه توګه ګټه واخیستل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا به نه یوازې له قطر هېواد سره د افغانستان د اړیکو په تړاو شته غوټې پرانیزي، بلکې له نړۍ سره د ډېپلوماسۍ لپاره د یوه دهلېز په توګه هم دا د متقي لپاره یو ښه فرصت دی، ترڅو وکولی شي هغه واټن را لنډ کړي چې د نړیوالو حکمي او حقوقي شخصیتونو او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ موجود دی او دغه راز پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو او تعامل پر وړاندې یې د پوښتنې په توګه مطرح دي، ترڅو موږ وکولی شو دغه ازغن مزل ژر ووهو.»

قطر ته د اسلامي امارت د بهرنیوچارو وزارت سرپرست سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، امیرخان متقي ته یې د یوې اوونۍ لپاره د سفر معافیت ورکړی.

دغې کمېټې د امیرخان متقي پر سفرونو د بندیز معافیت د روانې اپرېل میاشتې له ۲۷ نیټې د مې میاشتې تر څلورمې نېټې پورې تصویب کړی، ترڅو په دې موده کې له قطري چارواکو سره لیدنې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist