د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، تېره ورځ په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره وکتل.
د بلخي په وینا، ناسته کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو پر وروستۍ ليدنې، ګډې سوداګرۍ او په ځانګړې توګه چين ته د افغانستان د جلغوزیو پر صادراتو خبرې شوي دي.
د افغان لوري پر غوښتنه چينايي لوري ژمنه کړې، چې افغان سوداګرو ته به د چين د ويزو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.