Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان سلګونه کیلومټره مربع خاوره لاهم په ماینونو او ناچاوده توکو ککړه ده

د افغانستان سلګونه کیلومټره مربع خاوره لاهم په ماینونو او ناچاوده توکو ککړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/26

افغانستان د نړۍ پر کچه یو له هغو هېوادونو دی چې د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی او د دغو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله هرکال سلګونه افغانانو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ چارو رییس قاري نورالدین رستم خېل شمشاد سره مرکه کې ویلي، افغانستان لاهم  د

رستم خېل په دې اړه وايي: « له هغې وروسته دلته هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ پورې افغانان د ماینونو او ناچاوده توکو قرباني کېږي. دا د افغانستان د ولس او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی. خو الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان کې ۶۰۰ کیلومټره مربع ساحه د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ پاکه شوې.»

نورالدین رستم خېل زیاتوي، په افغانستان د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو وروسته د همغږو موسسو په همکارۍ يې ۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه د ماین او ناچاودو توکو له ګواښ پاکه کړې، خو لاهم د هېواد شاوخوا۱۱۵۰ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.

 د نوموي په خبره، د بودیجې د کمښت له امله ډېری ماین پاکوونکي تنقیص او له دندو لرې شوي، حال دا چې هر کال ۵۰ میلیونه ډالرو بودیجې ته جدي اړتیا ده.

د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس په دې اړه وايي: « د بودیجې  کمښت له امله د ماین پاکولو ډېری مسلکي پرسونل تنقیص شوی، ځکه بودیجه نه لرو او دا یوه لویه ستونزه ده. موږ هر کال د ماین پاکولو د ټولو برخو لپاره تر ۵۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لرو.»

د پوځي چارو کارپوهان وایي، په هېواد کې یو شمېر چاودېدونکي توکي د امریکا، روسیې، ناټو او انګرېزي ځواکونو پاتې شوي مهمات دي.

دوی دغه هېوادونه ملکف ګڼي چې په افغانستان کې د ماين له خطر سره مخامخ سيمو په پاکولو کې خپلې مرستې سياسي نه کړي.

د اومر موسسې د ماین پاکۍ پرواګرم مدیر فضل رحیم رحیمي له ملګرو ملتونه او نړۍ غواړي چې د ناچاوده توکو د خطرونو مخنيوي لپاره خپلې مرستې زياتې کړي.

رحیمي زیاته کړې:« موږ پر نړیوالو غږ کوو چې د افغانستان د ماین پاکولو پروګرام له سیاست لرې وساتي او خپل مالي ملاتړ لا قوي کړي؛ څو دغه ۱۱۵۰ کیلو مټره ساحه چې پاتې ده، په دې فرصت کې پاکه شي؛ ځکه اوس د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې امنیت شته او د ماین پاکۍ لپاره بهترین فرصت دی. خو له بدغه مرغه باید ووایم چې موسسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری وايي: « موږ د نړیوالو غوږونو ته دا رسوو چې دلته کوم ۴۲ هېوادونه راغلي وو، د ماینونو او ناچاوده توکو ډېره برخه د همدغو هېوادونو ده. دوی باید د دې په پاکولو کې مرسته وکړي. همدا اوس د افغانستان ۱ زر ۱۶۷ کیلومټره کم یا زیات مربع ځمکه په ماینونو فرش ده او هر کیلومټر یې ډېر زیات تلفات لري.»   

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مالوماتو  له مخې، افغانستان کې تېر زېږیز کال د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۴۳۴ ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۶۰ کسان ژوند له لاسه ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist