Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قصابان: په وروستیو کې مو کارو بار خراب شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/06

په کابل ښار کې یو شمېر قصابان وايي، اوس یې هغه پېرېدونکي نه شته  دی،چې د اوونۍ کې به یې یو ځل  له دوی غوښه اخېستله. 

یو تن قصاب وايي:« یو خوسکی حلالوو، دوه درې ورځو کې یې غوښه پلورل کېږي. د وزې او پسه غوښې پلور دومره نه شته دی. کار نه شته،غریبي نه شته، خلک پيسې له کومه کړي،چې غوښه پرې واخلي.» 

قصبانو ته اوس هغه خلک راځي،چې یا مېمله ولري او یا اقتصادي وضیعت یې لږ ښه وي.

قصبان وايي،د خلکو روزګار ورځ تر بلې د خرابیدو لور ته روان دی او ښاریان وس نه لري،غوښه واخلي.

یو تن  قصاب وايي:« له شااوخوا درې میاشتو راهېسې چې اسلامي امارت واکمن شوی، پلور مو کم شوی دی. د تېرو ورځو پرتله مو پلور کم شوی دی. بېکاري ده، خلک د غوښې اخېستلو توان نه لري.  وړاندې مو د ورځې شااوخوا ۵۰ زره یا ۶۰ زره افغانیو غوښه پلورله،خو اوس ۳۰ زره یا ۲۵ زره افغانۍ پلور لرو. » 

یو شمېر داسې خلک هم پیدا کېږي،چې د کورنۍ لپاره یې د یوه کال په تېریدو سره غوښه نه ده وړې.

ښاریان وايي،اندېښمن دي،چې د درې وخته ډوډۍ یې په یوه وخت بدله نه شي او له   اسلامي امارته غواړي، چې دا وضیعت دې نور مهار کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«  هره ورځ د کار لپاره ځو،خو کار نه شته دی. بیې خورا لوړې دي.غوښه خو پرېږده، ان اوړو اخېستلو ته حیران یم. که کاروبار ښه وي، خلک به غوښه واخلي،که نه، په څه شي یې واخلي. ټول خلک غواړي، چې خلکو ماشومانو ته یو څه  واخلي،خو پيسې نه وي، په څه شي به یې واخلي. افغانستان کې بیې ډېرې لوړې دي. د بې وزله کسانو وس نه کېږي،چې یو څه واخلي.»

تمه وه،چې د جګړې له پای ته رسیدو سره کاري فرصتونه زیات او خلک به ارامه ژوند وکړي،خو اوس د ډېری افغانانو اقتصاد کچه ټيتېږي او یا نور هېوادونو ته ګډه کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist