د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي یو شمېر هېوادونو ته خپل سفرونه بیا پیل کړل.
زلمی خلیلزاد به دا ځل د دغه ۱۸ ورځيني سفر په ترڅ کې روسیې، افغانستان، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات او قطر هېوادونو ته د یوې هیت په مشرۍ سفرونه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه سفر موخه د افغان سولې خبرې دي او هڅه به وشي چې د سولې خبرو پیل لپاره زمینه برابره شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې سیاسي حل لارې لپاره ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.