• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بې‌ ځایه شویو نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل انساني تراژیدي ده

د بې‌ ځایه شویو نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل انساني تراژیدي ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/21

له پاکستانه د افغان کډوالو په زور او جبر ایستلو لړۍ لاهم په چټکۍ سره روانه ده.

 د پاکستان د حکومت دا کړنه په کوردننه او د نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له لوري له نیوکو سره مخ ده او وايي، پاکستان د کډوالو پر وړاندې نړیوالو اصولو خلاف عمل کوي.

تازه د بې ‌ځایه شویو نړیوال سازمان ویلي، پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندي ټول د کډوالۍ اصول تر پښو لاندې کړي او په خبره يې که چیرې پاکستان او افغانستان غواړي راتلونکي کې مثبتي اړیکي ولري، نو بشریت ته دې احترام وکړي.

یاد سازمان زیاته کړې:« که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي، نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي. د افغان کډوالو په بېړه ستنول د دواړو ولسونو ښکېلتيا، د ټولنې جوړولو او ګډې همکارۍ ته زیان رسوي. پاکستان دې کډوالو ته اجازه ورکړي چې د کډوالۍ له نړيوال قانون سره سم او د بشري حقونو په رڼا کې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړي و چې پاکستان به د افغان کډوالو شتمنۍ او نور وسایل نه ضبطوي او په درناوي به يې افغانستان ته را استوي.

خو سره له دې چې پر دغې ژمنې دوې ورځې تېرې شوې، په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغانان وايي، پولیسو خپل چلن نه دی بدل کړی او لاهم د دوی پر وړاندې له تاوتريخوالي کار اخلي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « د دې برعکس، دلته په پنجاب کې اکثریت خلکو له افغان مهاجرانو پیسې ایسارې کړې دي او اوس هم افغانانو ته خپلې پیسې نه ورکوي. تاسو به د رسنیو له لارې کتلي وي چې افغان مهاجرین په خپلو پیسو وهل کېږي او بیا شړل کېږي.»

په ورته مهال، په پاکستان کې آزاد خبریالان وايي، پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته وخت ټاکلي او افغانان باید د ټاکلي مودې له پوره کېدو سره خپل هېواد ته ستانه شي.

آزاد خبریال  طاهر خان وايي: « څومره چې د مهاجرانو پيسې دي او که جایدادونه، یا مارکېټونه او ماشینري، د پاکستان حکومت باید یقیني کړي، که د مهاجرانو د ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه ولاړ وي، نو دا شتمني هم باید انتقال شي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، پاکستان په روانه اپریل میاشت کې شاوخوا ۲۴ زره افغان کډوالو په زور او جبر خپل هېواد ته راستانه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist