Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: که نړۍ  اسلامي امارت پر رسمیت ونه پيژني دا هېواد د یوې بلې جګړې پر ډګر بدلېدی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

د کندز، کندهار او تازه د کابل له وروستي خونړي برید  وروسته  تحلیل کوونکي وايي، که نړۍ د اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژني او نړیوال مشروعیت ورنه کړي،دا هېواد به یوځل بیا د جګړې په ډګر بدل شي،چې سیمه او نړۍ به یې هم له بدو پایلو خوندي پاتې نه شي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده،چې نړیوال دې له اقتصادي پلوه افغانان نه یرغمل کوي اوسنی نظام دې پر رسمیت وپیژني،ترڅو افغان ولس له غربته ووځي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وايي:« نړیوال باید د افغانستان دیرش ملیونه وګړي یرغمل نه کړي،فعلي نظام چې هر ډول کېږي،باید پر رسمیت یې وپیژني،چې د افغانانو اقتصادي روابط له  نړۍ سره دوام پیدا کړي او له فقر ووځو. که وضیعت په همدا ډول وي او افغانستان پر رسمیت ونه پیژندل شي، پایلې به یې لا نورې ترخې وي،هغه دا چې د ناامنیو زیاتیدو ترڅنګ افغانستان به د یوې جګړې پر ډګر بدل شي.»

 په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، په اوسنیو شرایطو کې طالبان له ملي او بین المللي عدم مشروعیت ننګونې سره مخ دي او وضیعت به ترهغې ښه نه شي،چې اسلامي امارت د دغه مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره هڅې ونه کړي او په دغه برخه کې خپله پالیسي بدله نه کړي.

بارکزۍ وايي: «طالبان له سترو ننګوونو سره مخ دي او له ټولو مهم یې داخلي مشروعیت او بین المللي رسمیت دی. ترهغې به روان ناورین پای ته ونه رسېږي،چې طالبان د داخلي مشروعیت او نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره هڅې ونه کړي او خپلې پالیسۍ او ستراتیژۍ ته تغیر ورنه کړي او هغه نورمونه او قواعد ونه مني،چې نړۍ او د افغانستان خلک یې ترې غواړي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره نړیوال مشروعیت مهم دی او اسلامي امارت مسولیت لري،چې د حاکم ځواک په توګه هغه شرایط پوره کړي،چې د نړیوال مشروعیت لپاره اړین او مهم یادیږي.

فرهادي زیاتوي: «تر هغې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر قبول نه شي،خپل اصلي او حقوقي مشروعیت نه شي ترلاسه کولای. اسلامي امارت د یوه حاکم قدرت په توګه مکلف دی،چې ځینې کارونه وکړي، ترڅ، نړیوال مشروعیت لاسته راشي.»

که افغانستان په همدې توګه له نړۍ سره په پرې اړیکو کې پاتې شي، افغانان به له خپلو ټولو نړیوالو اقتصادي او بشري حقونو بې برخې وي او له اقتصادي بحران سره به مخ شي.

اسلامي امارت سره له د ې چې سیمې او نړۍ ته له افغان خاورې نه د ګواښ نه پيښيدو ډاډ ورکړی،ټنیګار لري چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي او اوس دې نړۍ خپل مسوولیت ادا کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist