Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره ډېپلوماسي غوره انتخاب دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/21

پاکستان کابل ته د پرله پسې پلاویو په استولو سره هڅه کوي چې د کډوالو جبري اخراج، د سوداګرۍ سختولو او د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې په روانو ناامنيو کې د افغانستان تورنولو له امله غير عادي شوې اړيکې بېرته ترميم کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د پاکستاني چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې ویلي، د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغښت لپاره ډېپلوماسي ښه انتخاب دی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل لپاره ډېپلوماسي تر ټولو غوره انتخاب دی، ترڅو د ستونزې حل را وباسي.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د شنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار کابل ته راغلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو پر شريکو مسايلو خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوهان د کابل او اسلام ‌اباد اړيکې هغه وخت د ښه کېدو وړ بولي چې په خبره يې پاکستان د ترهګرۍ له ترويج لاس پر سر شي او ترڅنګ يې له افغانستان سره په ټولو برخو کې کړې ژمنې هم عملي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« روابط هغه وخت ښه کېدلی شي چې زموږ ګاونډیان او په ځانګړې توګه پاکستان د افراطیت له روزلو لاس واخلي او د یوې متمدنې رابطې پر بنسټ اړیکې جوړې کړي. موږ تل غوښتي چې له خپلو ګاونډیانو سره د متقابلو اړیکو پر بنیاد روابط ولرو او دا غوښتنه اوس هم لرو او په آینده کې هم. کوم مسایل چې په پروني مجلس کې ویل شوي، باید دوی په حقیقي مانا پرې عمل وکړي.» 

ځينې نور بيا باور لري چې له پاکستانه په تېر کې هم شکايتونه شوي او له همدې کبله يې له افغانستان سره ښې اړيکې نه دي لرلې.

دوی دې ته په پام زياتوي، پاکستان نه غواړي په افغانستان کې پياوړی مرکزي حکومت جوړ شي او تل یې هڅه کړې چې په دې اړه د کېدونکو هڅو مخالفت وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي:« دواړه همسایه او ګاونډي هېوادونه دي او ترمنځ ګڼ مشترکات لري. نو باید هڅه وشي چې د مذاکراتو او تفاهم له لارې د دواړو خواوو ترمنځ شته مسایل حل شي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي:« زه هیله لرم پاکستان دا ځل په خپلو ژمنو ودرېږي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ ننګونې حل او فصل شي.»

کابل ته د پاکستاني چارواکو د پرله پسې سفرونو په لړ کې دواړو لورو په سياسي، امنيتي او اقتصادي مسايلو بحثونو کړي.

 دا ځل هم د پاکستان بهرنيو چارو وزير ژمنه کړې چې په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې به د افغان کډوالو ستونزې حل کوي او ترڅنګ به يې د سوداګرۍ د ودې لپاره پر افغاني توکو ګمرکي تعرفې هم ټيټوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist