• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۲۷
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورالدین عزیزي: له پاکستاني چارواکو سره مو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر اسانولو خبرې وکړې

نورالدین عزیزي: له پاکستاني چارواکو سره مو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر اسانولو خبرې وکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

کابل ته د پاکستاني چارواکو د ګرمو سفرونو په لړ کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي پر مشرۍ د چهارشنبې په ورځ(د اپريل ۱۶ مه) له ۹ وزارتونو او ادارو تشکيل شوی پلاوی اسلام ‌اباد ته ولېږه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، د یاد هېواد د سوداګرۍ، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو، د سوداګرو د وېزو او د تورخم لارې د بیا ځلې نه تړل کېدو په تړاو خبرې کړي.

عزیزي زیاتوي: « په جبري توګه د افغان کډوالو داسې اخراج چې مالونه، شتمنۍ، دوکانونه او فابریکې یې په پاکستان کې پاتې کېږي، دا زموږ د ملت او کډوالو لپاره دردونکې خبره ده. د دوی وړاندیز دا و چې له پاکستان څ یو بل پلاوی راځي او په کابل کې به په ټولو مسایلو بحث کېږي.»

د افغانستان پلاوي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د کډوالو د بېرته را ستنېدو لړۍ منظمه کړي او هغه افغانان چې هلته د خپلې پانګونې له امله پاتې کېږي، بايد ستونزو ته يې جدي رسېدنه وشي.

نورالدین عزیزي په دې اړه وايي: « زموږ تجارتي او ټرانزیټي برخه واقعا ً متضرره ده او دا لړۍ له ډېرو کالونو راهیسې ادامه لري. په دې اړه مو د پاکستان د تجارت وزارت له چارواکو سره خبرې وکړې، د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې مو ځینې لاسته راوړنې هم لرلې، دا چې تورخم  او سپین بولدک دروازې باید د یوه مکانیزم له مخې ۲۴ ساعته خلاصې وي او هېڅکله بندې نه شي. همدارنګه زموږ د سوداګرو لپاره د وېزو په اړه هم خبرې وشوې.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان له افغانستان سره په سوداګرۍ، سیاست، ټولنیزو او نورو بېلابېلو دوه اړخیزو اړیکو کې د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی او سرپرست حکومت ته په کار ده چې پر پاکستان د تکيې پر ځای د بديلونو په لټه کې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « که څه هم پاکستان ډېر کله د افغانستان په اړه په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلی او هغه ژمنې یې نه دي عملي کړې چې د تجارت، ټرانزیټ، سیاست او نورو برخو کې یې کړې دي. خو افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د خپلو اقتصادي، سیاسي او نورو ګټو د ساتلو پر بنا مجبور دی چې له پاکستان سره د خبرو لړۍ جاري وساتي.»

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « باید بدیلې لارې هم له پامه ونه غورځول شي او توجه ورته وشي، ځکه پاکستان دا ډول ژمنې ډېرې کړې، خو عمل یې نه دی پرې کړی.»

د افغانستان او پاکستان چارواکو دغه خبرې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د پاکستان له لوري د تورخم لار د ۲۶ ورځو لپاره وتړل شوه او په دې توګه سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان واوښت.

 خو روانه مياشت بيا پاکستان په زرو له خپلې خاورې او خيبرپښتونخوا د افغانانو شړلو لړۍ پيل کړې چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې هم اغېز کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -