Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ملګرو ملتونو کې د ا.ا استازي نه شتون به نړۍ له افغانستان نوره هم لرې وساتي

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه یو ځل بیا ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

د ملګروملتونو امنیت شورا د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷ مه ناسته جوړوي،چې غړي هېوادونه به  په کې افغانستان کې د  روان وضعیت په اړه مهم بحثونه او پرېکړې وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکي په دې اند دي،چې ملګري ملتونه یو ستر نړیوال حقوقي بنسټ دی او خبرې یې تر ډېره اغیزمنې تمامېدای شي.

سیاسي شنوونکی عزیز معارج وايي:« ملګري ملتونه د یوه نړیوال حقوقي بنسټ په توګه چې پر ټولو هېوادونو اغیز لري او همدا راز د طالبانو او امریکا په تړون کې چې په دوحه کې وشو، هلته یې هم حضور درلود، دې مسایلو ته په کتو سره د نومبر د ۱۷مې نیټې ناسته  د طالبانو پر حکومت او د افغانستان پر اوسني وضعیت ډېر اغیز کوي.»

شنوونکي وایي،که څه هم د تیرو ناستو پایلې تر دې دمه ډیرې ملموسې نه وې،خو د مصلحت ژبه تر بلې هرې حل لارې غوره ده او باید د راتلونکو نړیوالو ناستو هرکلی هم وشي.

شنوونکی صلاح الدین سعیدي وايي:« که څه هم د ملګرو ملتونو تر څار لاندې تیرو کنفرانسونو کومه ملموسه پایله نه ده ورکړې،خو په مجموع کې د استقبال وړ دي. هماغسې چې مو وویلي،سیاسي مصالح درست انساني او پر ځای حرکت دی. خو د مخکې وړلو میتودونو او طریقه بنیادي خبرې دي. له هغوی استقبال کوو،ځکه د افغانستان غمیزې، ژمي، کورونا وبا او نورو ستونزو ته باید رسېدنه وشي.»

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په څه باندې دوه میاشتو کې په سیمه ییز او نړیوال سټیج د مسکو، تهران، جي شل او ملګرو ملتونو سترې ناستې شوي دي.

اوس د ملګروملتونو د امنیت شورا را روانې ناستې ته چې پنځلس ورځې وروسته ترسره کېږي،تمې شته،چې د افغانانو بد ا قتصادي وضعیت او بشري ناورین په مهار کې به مرسته وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist