Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

پاکستان د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/18

د ۲۰۲۳ز کال له سپټمبر را وروسته پاکستان کې د افغان کډوالو د ژوند ستونزمن پړاو پیل شو.

 یاد هېواد په بېلابېلو پلمو په نېږدې دوو کلونو کې شاوخوا ۸۵۰ زره افغان کډوال چې ځینې یې په خپله خوښه خو ډېری یې پر زوره افغانستان ته راایستل شوي.

تازه د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه پر زوره د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ننګولې او د یو شمېر هغو افغان پناه غوښتونکو چې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره شېبې شماري؛ په وضعیت یې اندېښنه ښودلې.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، ډېری افغان پناه غوښتونکې قانوني اسناد لري خو بیا هم پر زور ایستل کیږي، چې دي چارې نورو هېوادونو ته تلونکي پناه غوښتونکي افغانان اندېښمن کړي.

د راپور یوه برخه:« د پاکستان حکومت د ناقانونه بهرني وګړو د ستنېدو پلان تر عنوان لاندې، له شفافیت پرته هڅه کوي چې د افغان وګړو، په ګډون مهاجرت غوښتونکي او پناه غوښتونکي افغانان پر زور له دې هېواده وباسي. دا چاره هغه افغانان چې له ګواښ سره مخ دي، له زیاتو ستونزو سره مخامخ کوي.»

دغه سازمان زیاته کړي،  د یو.اېن.ایچ.سي.ار له خوا د پېژندپاڼو نه ورکول دا ستونزه لاپسې سخته کړې، ځکه خلک نه شي کولی خپل وضعیت ثابت کړي او د نیول کېدو مخه یې ونیسي.

ورته مهال افغان کډوال هېواد ته په راستنېدو خوښ دي او وايي، د پاکستان پولیسو په داسي حال کې  نیولي او افغانستان ته یې راستانه کړې چې د ژوند کولو اړین وسایل يي ټول ترې ګرځولي.

دوی له سرپرست حکومته د نورو اسانتیاوو تر څنګ غوښتنه کوي چې ماشومانو ته یې د زده کړو زمېنه برابره کړي.

له پاکستان راستون شوی یو افغان کډوال وايي:« هلته حالت سم نه ول، را وې لېږلو. شکر دلته یې د هرڅه تنظیمات راته کړې. زموږ د اسلامي امارت له حکومته غوښتنه دا ده چې کاروبار راته جوړ کړي، کور نه لرو او ځکه راته راکړي.»

له پاکستانه راستون شوی یو بل افغان کډوال بیا وايي:« زه د بغلان ولایت اوسېدونکی یم. د پاکستان په کراچۍ ښار کې اوسېدم،  موږ یې په ډېر ظلم او زیاتي سره له پاکستانه اخراج کړو. موږ ځکمه نه لرو او هېواد ته راستانه شو. له حکومته غواړم چې راسره مرسته وکړي.»

له پاکستان راستون شوی کډوال وايي:« له خپل حکومت غواړو چې بېرته په ښوونځیو کې مو شامل کړي. پنځم ټولکي کې وم چې پاکستان ته ولاړم. هلته مې هم ښوونځی شروع کړ، خو بیا یې هم نه پرېښودو، پوځیانو ونیولم، زندان کې یې واچولم، درې ورځې بندي وم او بیا یې راخوشې کړم او دې طرف ته راغلم.»  

بل خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو افغانستان کې د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر زور او جبر ایستلو اندیښنه څرګنده کړي او دا کړنه يې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، افغانستان کې د ناروې شارژدافیر د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پرېکړه غیري عادلانه بللي او ژمنه يې وکړه چې هېواد به یې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

حقاني په دې اړه وايي:«  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناروې هېواد شارژدافیر البرټ الساس سره وکتل. په پیل کې ښاغلي البرټ له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د ناروې حکومت د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان مهاجرینو لاسنیوي ته دوام ورکوي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولينو د مالوماتو له مخې، پاکستان په روانه اپریل میاشت کې شاوخوا ۲۴ زره افغان کډوال له دغه هېواده پر زور او جبر راایستلي او سرپرست حکومت کډوالو ته بشپړ چمتووالی نیولی او ورته يي اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist