Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سپین بولدک له لارې را ستانه شوي افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له زور زیاتي شکایت کوي

د سپین بولدک له لارې را ستانه شوي افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له زور زیاتي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د اپریل میاشتې له پيل راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو دویم پړاو پیل کړی او له مختلفو لارو یې زرګونه کورنۍ په زور افغانستان ته ستنې کړې دي.

له بلوچستان او د پاکستان له نورو ځایونو د کندهار د سپین بولدک له لارې را اړول شویو کډوالو ته د دې ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د انځرګي په نوم لنډ مهالی پنډغالی جوړ شوی.

د یاد پنډغالي مسوولین وايي، د ۲۰۲۵ کال د اپریل مياشتي له لومړۍ نېټې د سپين بولدک له لاري  ۱ زر ۵۴۹ کورنۍ او دغه راز د پاکستان له مختلفو زندانونو څ۵۵۰ تنه زندانيان هېواد ته راستانه شوي دي.

د دوی په خبره، راستنو شویو کډوالو ته له رسېدو سره سم د خوړو، درملو، اوسېدو ځای، څښاک پاکو اوبو له مرستو سربېره، نقدي مرستي، سرپناه او د کور د اړتیا وړ توکو او اصلي مېنو ته د ستنولو لپاره ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د کډوالو لنډمهاله پنډغالي د ثبت مسوول محمد اسحاق ادرس وايي: « د اپریل له لومړۍ نېټې تر نن ماسپښين پورې، یو زر او ۵۴۹ کورنۍ راستنې شوې دي چې ۸ زره ۱۰۷ تنه غړي لري. همدارنګه ۵۵۰ تنه قیدي مهاجر هم راستانه شوي دي.»

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ولي جان بادام وايي: « په دې ځای کې موږ د ثبت کمېټه لرو، بله د خدماتو کمېټه ده دوی ته ډوډۍ تیاروي، د ټرانسپورټ کمېټه لرو، مالي کمېټه لرو چې له راستنېدونکو سره مالي مرسته کوي او د سیمکارټونو د وېش ډله هم شته ده چې راستنو شویو ته سیمکارټونه وېشي.»

له پاکستان راستانه شوي کډوال د پاکستان امنیتي ځواکونو له ظلم او زیاتي شکایت کوي او وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو يې پر کورونو چاپې وهلې، قېمتي توکي او پیسې یې ترې اخیستي او زنداني کړي يې دي. 

له پاکستان راستون شوی عصمت الله وايي: « ما په پاکستان کې ۴۰ کاله تېر کړل، خو آخر یې په کور چاپه را ووهله او له باډر یې را تېر کړم. له چا ښځې پاتې دي او له چا کور او د کور سامان پاتې دي، نیسې یې او را شړي یې.»

له پاکستان یو بل راستون شوی میوند وايي: « هلته حالات ښه نه و، موږ یې را وشړلو. دلته شکر دی حالات ښه دي او خدمت مو کېږي. د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته ځمکه راکړي او د کور غم مو وخوري.»

عبدالنبي وايي: « زه له کراچۍ  راغلی یم او ډېر په تکلیفونو راغلم. یوازې ښځې او ماشومان مو را واخیستل نور هرڅه رانه پاتې شول. زه دلته په داسې حال کې راغلی یم چې د موټر کرایه هم راسره نه شته ده.»  
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ نېټه له دې هېواده د افغانانو د جبري ايستلو بهیر پیل کړ چې دغه بهير پر نړيواله کچه له توندو نيوکو او غبرګونو سره مخ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist