طالبانو د فارياب په درېیو ولسواليو ډله ييز بريدونه کړي.
فارياب کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته وويل، چې تېره شپه لسګونه وسله والو د فارياب په اندخوی، قرمقول او قرغان ولسواليو ډله ييز بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې ۶ امنيتي سرتېري وژل شوي، ۱۶ زخميان دي.
سرچينه وايي چې په دغو نښتو کې د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو پنځه پوستې هم سقوط شوي دي.
په ورته وخت کې د اندخوی ولسوالي اوسېدونکي وايي، چې دمګړی د قرغان، قرمقول او اندخوی ولسواليو تر منځ غځېدلې لارې د جګړو له امله تړل شوي دي.
د فارياب امنيتي مسوولين ياده پېښه تاييدوي؛ خو د اوښتو جزياتو په تړاو له خبرو کولو ډډه کوي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې، چې په دغه نښته کې يې د دولتي ځواکونو ۳ قرارګاوې او ۸ پوستې سقوط کړي او ۲۱ امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې.