Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

پاکستان کې هغه افغان کډوال چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، ډېری یې د کډوالۍ په اړه د ځينو هېوادونو د پالیسيو سختوالي له امله له نامالوم برخلیک سره مخ دي.

د امریکا د ولسمشر له لوري یاد هېواد ته د افغان کډوالو د تګ لړۍ ځنډول او په اروپایي هېوادونو کې په جرمونو د افغان کډوالو لاس پورې کولو په څېر مسایل هغه څه وو چې په درېیمو هېوادونو کې یې د پاتې افغان پناه غوښتونکو د کېسونو مخته تګ پروسې ستونزمنې کړې.

تازه د جرمني بېلډ ورځپاڼې ویلي، دغه هېواد باید له پاکستانه د ۲ زره او ۶۰۰ افغان وګړو د لېږد اقدام وکړي.

 په راپور کې د جرمني د بهرنیو چارو وزيرې له قوله ویل شوي، جرمني د افغانانو پر وړاندې کړو ژمنو ته پابند دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي: « پاکستان کې لاهم شاوخوا ۲ زره او ۶۰۰ کسان شته چې د جرمني له خوا د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې ده.»

همدارنګه د جرمني کورنیو چارو وزیرې نانسي فېزر ویلي: « په دې مواردو کې موږ روښانه مکلفیتونه لرو. یانې لا هم ۱۶ نورې الوتکې باید افغان کډوال  جرمني ته راولېږدوي.»

په پاکستان کې جرمني ته د تګ لپاره په تمه د يو شمېر افغانانو ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې د کډوالو پر وړاندې د یاد هېواد دریځ لا سخت شوی دی.

د جرمني ځینې ګوندونه په دې هېواد کې د کډوالو له خوا شویو جرمونو ته په کتو د افغان کډوالو پر نه انتقالېدو ټینګار کوي او د خلکو د رایو او د نوي پارلمان د اکثریت غړو د ارادې مطابق د يادې پروسې بندېدل غواړي.

د جرمني د ښي اړخي محافظه کار ګوند د بهرني سیاست ویاند یورګن هارت ویلي: « نږدې څلور کاله وروسته له هغې چې نړیوال ماموریت مو پای ته رسېدلی، دا نه درک کېږي چې ولې لا هم خلک باید له افغانستانه و ایستل شي؟ سرپرست حکومت باید دا ډول اقدامات د خلکو د رایو او د نوي پارلمان د اکثریت له ارادې سره سمدستي بند کړي.»

په پاکستان کې د مظلوم ولسي تحریک ویاند نعمت الله خان وايي: « دلته پاکستان کې هغه کسان له ستونزو سره مخ دي چې د جرمني د پناه غوښتونکو پروګرام ته یې غوښتنلیکونه ورکړي. د جرمني په داخل کې هم ځینو سیاستوالو پر دې پروګرام نیوکې وکړې، نو په دې سره هلته هم ستونزې او دلته هم ستونزې پیدا شوي او منځ کې یې دا خلک راګیر شول.»

د راپورونو له مخې، د جرمني اوسني حکومت له لوري د داوطلبانه پروګرامونو پای ته رسول تر دې دمه ممکن نه ښکاري.

د جرمني چاپ بېلډ  ورځپاڼې په خپل راپور زیاته کړې: « د تور- سور ايتلافي حکومت په تړون کې لیکل شوي چې دوی به د فډرال داوطلبانه منلو پروګرامونه تر ممکنه حده پای ته ورسوي، خو د اوسني حکومت له نظره دا کار تر اوسه ممکن نه ښکاري.»

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې تړاو خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ، خو په پاکستان کې د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعان وایي، د افغان کډوالو کېسونه په جدي ډول نه څارل کېږي او بېرته افغانستان ته یې ستنېدل هم سخت دي.

د کډوالو د حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: « هغه افغانان چې د جمهوریت له سقوط وروسته د خپلو کېسونو مخته وړلو لپاره پاکستان ته کډوال شوي وو، اوس له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي. دا افغانان له نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو چې دوی ورسره کېسونه لري، غوښتنه دا ده چې ژر ترژه یې ستونزه حل کړي.»

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې پاکستان تازه د افغان کډوالو د راشړلو لړۍ تېزه کړې او په اړه یې د نړیوالو سازمانونو ترڅنګ ګڼو هېوادونو هم اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د افغان کډوالو په ایستلو کې نړیوالو قوانینو ته پام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist