Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې مېشت شیعه ګان: له اسلامي امارته غواړو امنیت مو خوندي کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/02

په کندز او کندهار ولایتونو کې  د شیعه ګانو پر عبادت ځایونو له خونړیو بریدونو وروسته د پکتیا مرکز ګردیز  ښار کې میشت شیعه ګان د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي. 

دوی وایي، له دغه بریدونو وروسته یې د خپل خوندیتوب په اړه اندیښنې ډېرې شوي او ویره لري،چې پر عبادت ځایونو به یې ورته بریدونه وشي.

د  ګردیز یو تن  اوسېدونکی  وايي:« کندز او کندهار کې د شیعه مسلمانانو پر عبادت ځایونو له خونړیو بریدونو وروسته له موږ سره د خپل امنیت په اړه اندیښنې پیدا شوي دي. زموږ خلک ډاډمن امنیت غواړي.»

د ګردیز یو بل تن اوسېدونکی وايي:« څوک د مسلمانانو پر جوماتونو او عبادت ځایونو بریدونه کوي،دا خلک ناکام دي،خو زموږ غوښتنه دا ده،چې  باید مخه یې ونیول شي.»

ګردیز کې میشت شیعه ګان وایي، د اسلامي امارت له امنیتي مسوولینو سره په اړیکه کې دي،خو په خبره یې په ټولییز ډول غوښتنه  یې د استوګنې سیمو او عبادت ځایونو امنیت خوندي کیدل دي. 

د ګردیز یو تن  اوسېدونکی وايي:« کله چې کندز او کندهار کې بریدونه وشول د اسلامي امارت مسوولینو له  موږ سره اړیکه ونیوه، غمرازي یې وکړه او د امنیت ډاډ یې را کړ.»

د ګردیز یو بل اوسېدونکی بیا داسې وايي:« زموږ امنیت لا باید لا غوره شي، نور خو پکتیا کې په ټولییز ډول وضعیت ښه دی. دلته مذهبي تفرقو ته ځای نه شته دی شیعه او سني مسلمانان لکه د وروڼو په څېر ژوند کوي.»

 د پکیتا امینه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص وایي، ګردیز کې د شیعه ګانو امنیت ټینګ شوی او د لا خوندیتوب لپاره یې پر یوه ځانګړي پلان کار کوي. 

مخلص زیاته کړه:« د وسلو ویشل مو ورته په نظر کې دي. له دوی سره مو ناستې کړي، د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی دی. هر وخت ورسره په اړیکه کې یو او په ګډه پر داسې طرزالعمل کار کوو،چې امنیت یې په بشپړ ډول خوندي شي.»

د ۲۰۱۸ کال د دسمبر پر ۳۰ ګردیز کې د جمعې لمانځه پر مهال دوه وسله وال چې د ښځو کالي یې پر تن وو، خواجه حسن جومات کې یې ځانمرګي بریدونه وکړل، له کبله یې شااوخوا ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist