Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل والي د اسلامي امارت لېکو کې د وژل شویو کسانو له ماشومانو سره لېدنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/02

د کابل والي قاري احمد الله بدر د دوشبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم  پر ۱۰ مه» د اسلامي امارت لېکو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په تېره شل کلنه جګړه کې د وژل شویو کسانو له ماشومانو سره ناسته کې ډاډ ورکړ،چې د زده کړو زمینه به ورته برابره کړي.

بدر وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، د يتيمو ماشومانو له پاره د زده کړو او ژوند کولو نور سهولتونه برابر کړي. 

بدر زیاته کړه:« دوی کې داسې هم شته،چې د ځوانۍ مرحلې ته رسيدلي دي. دوی به له خيره د اسلامي امارت په چوکاټ کې اسلامي نظام ته خدمت کوي.»

د اسلامي امارت ځنې نور  چارواکي بیا وايي، خوښ دي،چې د اسلامي امارت مسولين يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو ته رسېدنه کوي او هېله يې وښوده،چې په راتلونکې کې هم ورته اقدامات ترسره کړي. 

د اسلامي امارت یو چارواکی:«بعضو خلکو به ویل،چې  د اسلامي امارت مشران به بيا يتيمان نه يادوي. بيا به کونډې نه یادوي. بيا به شهيدان نه يادوي. شکر الحمد لله نن خپل مشران د يتيمو ماشومانو په خوا کې ګورم.»

له بېلا بېلو ولايتونو راغلو يتيمو ماشومانو خوښي وښوده،چې ستونزو ته یې رسېدنه کېږي او د زده کړو زمینه  ورته برابرېږي. 

د اسلامي امارت لېکو کې د وژل شوي کس ماشوم  وايي:«  مجاهدينو موږ ته داسې زمينه برابره کړه،چې چکر ته  یې راوستو. موږ داسې فکر کوو<چې د خپل ورور او پلار هېڅ تصور هم نه کوو.»

دا لومړی ځل دی،چې د اسلامي امارت چارواکي په خپلو  ليکو کې د وژل شويو کورنيو له يتيمانو سره ناسته کوي او ډاډ ورکړل شو،چې له مرستو سربیره به ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist