Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترابي: افغانستان کې هره مياشت ناچاوده توکي د لسګونه کسانو ژوند اخلي

ترابي: افغانستان کې هره مياشت ناچاوده توکي د لسګونه کسانو ژوند اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دی.

د ماينونو او ناچاوده توکو په اړه د عامه پوهاوي او پر وړاندې يې د مبارزې له نړيوالې ورځې نږدې دوې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت حکومتي چارواکي هم دغه ورځ نمانځي.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارواکو د مالوماتو له مخې، لاهم د افغانستان له زر کیلومټره مربع زیاته ځمکه په ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ده چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی.

د یادې ادارې سرپرست نورالدین ترابي وايي، ناچاوده توکي لاهم هره میاشت لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او په خبره يې که څه هم جګړه ختمه شوې، خو لاهم ناچاوده توکو خلکو ته سر خوږی جوړ کړی.

ترابي زیاتوي:« تقریبا ًهره میاشت افغانستان کې له۵۰ تر ۶۰ کسانو د ماینونو ښکار کېږي. دا شمېره کله لوړه او کله ټیټه وي.»

ځني نور چارواکي له نړیوالو غواړي چې د ماین پاکۍ په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري زياته کړي.

 د دوی په خبره، تېر کال په ټول افغانستان کې د ناچاوده توکو او تر ځمکې لاندې ماینونو ۳۲۶ پيښې رامنځته شوې چې له ۶۰۰ زیاتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی زیاتوي، که د ماين پاکۍ په برخه کې نړيوال له افغانستان سره همکاري وکړي، نو دا امکان شته چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به افغانستان په بشپړ ډول د ماینونو او ناچاوده توکو له شتون پاک شي.

له پېښو سره د مبارزي د چمتووالي ملي ادارې د انسجام رییس نورالدین روستم ‌خېل وايي: « یوازې تېر کال د ټول هېواد پر کچه د ماینونو او ناچاوده توکو له امله ۳۲۶ پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۶۱۳ تنه شهیدان او ژوبل شوي دي. دغه پېښې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم ادامه لري او اندېښمنوونکې دي.»

په ورته مهال، ځينې نور حکومتي چارواکي وايي، نړیوال باید ورته مناسبتي ورځې د عملي ګامونو په پورته کولو سره ونمانځي، ترڅو د افغانستان ترڅنګ نور هېوادونو هم د ناچاوده توکو له خطره پاک شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطع‌الحق خالص وايي: « که په دې ډول مسایلو په نړیوالو سټېجونو باندې بحث وشي، دا به زموږ لپاره ډېره مهمه وي؛ ځکه دا ځپل شوي ولسونه به ترڅو پورې فریاد کوي او ورځې به نمانځي. دا سمه ده چې دغې برخې ته ډېره پاملرنه په کار ده او باید مسلسل کار پرې وشي، خو کله کله د همدوی له لاسه پېښو شویو مسایلو ته سیاسي رنګ ورکول کېږي او دا ملتونه له دې درکه هم ځپل کېږي.»

د ماین پاکۍ موسسو مسوولین بيا شکایت کوي چې د ماين پاکولو ډېری موسسې د بودیجې او د مسلکي کسانو له کمبود سره مخ دي.

د ماین پاکۍ د یوې موسسې مشر نثار احمد عمرزی وايي: « په هېواد کې پر ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلون راتګ پر ماین پاکۍ هم اغېز وکړ او دغه کار له بده مرغه د نړیوالو له خوا له سیاسي چلن سره مخ شو. دا چلن د دې سبب شو چې د ماین پاکۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شي او د راپورونو پر بنسټ د ۱۵ زره ماین پاکانو له ډلې یوازې ۳ زره په دندو کې پاتې دي او دا کچه نوره هم د کمېدو خواته روانه ده.»

په دې غونډه کې د چارواکو بل بحث د نړيوالو له لوري له افغانستان سره پر بشری مرستو ورټول و. دوی غوښتنه کوي چې نړيوال دې خپلې مرستې دوامداره او له سیاست لرې وساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist