اسلام اباد یو ځل بیا خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د ناامنیو او بریدونو پړه پر کابل اچولې.
د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړی چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) د افغانستان له خاورې په ګټنې سره د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو پر اهدافو بريدونه کوي.
شریف ویلي: « موږ د افغانستان سرپرست حکومت ته په ځلونو ویلي چې د دوحې له هوکړې سره سم نه شي کولی په خپله خاوره کې ترهګرۍ ته د فعالیت اجازه ورکړي. خو له بدهمرغه ټيټيپي، داعش خراسان څانګه او نورې ډلې له هماغه ځایه عملیات کوي او دلته د پاکستان خلک وژني. زه په دې باور یم، که څه هم له یوې خوا دغه قربانۍ بې ځایه نه ځي؛ خو له بلې خوا مې افغانستان ته مشوره دا ده چې په سملاسي ډول دې یادې وسله والې ډلې کنټرول کړي او په هېڅ صورت دې هغوی ته د افغان خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي.»
اسلامي امارت تل دغه ډول څرګندونې ناسمې ادعاوې ګڼي او د ردولو ترڅنګ يې ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او نه هم کومې ډلې ته په افغانستان کې د نورو د امنيت خرابولو په موخه ځای ورکوي.
د فطرت زیاتوي: « موږ پخوا هم دغه شان ادعاوې رد کړې او اوس یې هم ردوو. افغانستان د پاکستان پر ضد هېڅ ډول اقدام او فعالیت ته اجازه نه ورکوي او د پاکستان دننه امنیتي پېښې په افغانستان پورې اړه نه لري. دا د پاکستان کورني مشکلات دي او باید خپلې ستونزې په کوردننه حل کړي او دغه راز د خپلو ناکامیو او غلطو سیاستونو پړه دې پر افغانستان نه اچوي. موږ په دې ارتباط ټولې ادعاوې ناسمې بولو او ردوو یې.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د تاریخ په اوږد کې له افغانستانه نورو ته ګواښ نه دی پېښ شوی، خو په خبره يې د توند لارو ډلو مرکزونه او پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې نه بلکې له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې موجود دي.
دوی زياتوي، اوس پاکستان د خپلو ناسمو پالیسیو او بنسټ پالنې په لومه کې راګیر دی، خو هڅه کوي چې د تورونو په پورې کولو سره د ملامتۍ بار پر نورو واچوي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « افغانستان خپلو کړیو تعهداتو ته ژمن دی. د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته تهدید نه دی شوی او نه هم اوس دا تهدید شته. د پاکستان لومړی وزیر باید پوه شي چې د ترهګرو پټنځایونه له ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا موجود دي. افغانان نړیوال پولیس نه دي چې د دوی په خپلو واک سیمو کې له شته وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « اصلي خبره دا ده چې ټولې سخت دریځې ډلې د پاکستان له خوا روزل شوې، حمایه شوې او انګېزه ورکول کېږي. اوس چې دوی خپله له دغو ډلو سره لاس په ګرېوان دي، نو بیه به یې هم پرې کوي.»
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې پاکستاني چارواکو تل افغانستان تورن کړی چې له خاورې يې ورته ګواښ پېښ دی، خو سرپرست حکومت تل دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼلې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان له خوا به هېڅ هېواد ته زیان ونه رسېږي.