Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان او ایران کې نږدې۱۱ زره افغانان بنديان دي

پاکستان او ایران کې نږدې۱۱ زره افغانان بنديان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/12

تېرو درېیو لسیزو جګړو، ناخوالو، او اقتصادي ستونزو له امله شاوخوا ۷ میلیونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او اوس مهال په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې اوورځې تېروي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند له شمشاد ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، په پاکستان او ایران  کې نږدې ١١زره افغانان بندیان دي.

عبدالمطلب حقاني په وينا، له دې شمېر يې ۳ زره په پاکستان او پاتې ۸ زره يې د بېلابېلو جرمونو په تور په ایران کې بنديان دي چې سرپرست حکومت يې د راخلاصولو لپاره هڅې روانې کړي.

هغه زیاته کړې:« دا اوس چې له موږ سره کومې شمېرې موجودې دي، پاکستان کې شاوخوا ۳ زره بندیان لرو، په تېره یوه کال کې له دې جملې څه باندې ۴ زره افغانان د اسلامي امارت پر هڅو باندې راخلاص شوې، ځینې خپل هېواد ته راستانه شوې او ځینې هملته پاتې دي. په تېر کې ۴ زره افغانان را انتقال شوې وو، په دې څو میاشتو کې یو زر او ۳۵۰ کسانو دوسیې افغانستان ته را انتقال شوې دي. دلته افغانستان کې به محکمه په  دې اړه پرېکړه کوي.  دا مختلف جرمونه دي، ځینو یې له چا سره شخړې کړي، ځینو په حقوقي موضوعاتو کې بندیان دي. »

حقاني وايي، د سرپرست حکومت پر هڅو  تېر کال له يادو هېوادونو څه باندې ۵ زره افغان بنديان ازاد او هېواد ته راستانه شوې ده.

د کډوالو چارو وزارت وياند، په پاکستان کې د افغان کډوال پر وړاندې د دې هېواد کړنلاره غندي او له اسلام اباد غواړي چې د انساني کرامت ساتلو او ښه کاونډيتوب اصل ته په پام دې له افغان کډوالو سره چلن وکړي.

حقاني په دې اړه وايي:« دغه پرېکړه نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف وه، په خپله د پاکستان د قوانینو هم خلاف وه، د پاکستان د مسلمانانو د غوښتنو هم خلاف وه، د عامو خلکو هم خلاف وه، د ګاونډيتوب له اصولو هم خلاف وه. له ملکي ادارو سره چې موږ کومې ناستې کړې هغوی ناخبرې ښودلې.»

حقاني په ګاونډیو هېوادنو کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګه والو غواړي چې خپلې پانګې دې هېواد ته را انتقال کړي.

حقاني ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت به ورته د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړه:« هغه افغانان راستانه شوې چې هغوی مختلف مهارتونه لري، په بېلابېلو برخو کې چا لوړې زده کړې کړي، څوک په نورو برخو کې حرفوي زده کړې لري. نو دا شاوخوا ۸۰ زره ثبت شوې. نور هغه افغانان چې په نورو هېوادونو کې پانګې لري، هغوی ته خو خپل حیثیت مالوم شو، اوس دغه ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې چې د دوی مالونه چور کېږي، نو له دوی هم زموږ غوښتنه دا ده چې پر خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شي او خپلې پانګې هم را انتقال کړي.»

په ورته مهال د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري ویلي، د اې.سي.سي  کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه غځول کیږي.

چودري  په پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو په تړاو چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي، ویلي، ځینې دغه افغانان د درېیمو هېوادونو د سفر لپاره تایید شوي خو دغه بهیر له ځنډ سره مخ دی او په خبره یې، که د قناعت وړ دلایل وړاندې شي، د ځینو کسانو دوسیې به بیا وارزوي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت دغه چلن پراخ غبرګونونه لري.

د کډوالو حقونو فعالان د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي ظالمانه يادوي او د بیا غور غوښتنه يې کوي.

له دې سربېره د پاکستان کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې زرګونه هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه ورکړي، وايي، که د اپرېل تر پایه له پاکستانه ونه وځي نو دوی به يې پر وړاندې اقدام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist