Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

کابل ښاریان: د خوراکي توکو بیو کې ټیټوالی نه دی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/01

که څه هم  د لویو بندرونو له لارې هېواد ته واردات بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلي او صادرات هم زیات شوي،خو په بازارونو کې لاهم د لومړنیو توکو بیې لوړې دي. 

کابل ښاریان له بې روزګارۍ سربیره د لومړنیو توکو له لوړو بیو شکایت کوي او نیوکه لري،چې اړونده ادارې پر بازار کنټرول نه لري.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:«واقيعت دی،چې کاروبار خراب شوی دی، د اوړو بيې لوړې شوي، د غوړو بيې لوړې شوي، نو کومه مزدوري چې موږ لاسته راوړو، نو په هغه باندې زموږ ګوزاره نه کېږی.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« بازارونو کې د اوړو او غوړيو بیې د پخوا پرتله يو په دوه شوي دي، لکه مخکې اوړه په شپاړس سوه او پنځلس سوه وو،خو  اوس په ۲۲۰۰ افغانۍ دي. نو له  اسلامي امارته غوښتنه دا ده،چې پر بیو کنټرول راولي.»

د سوداګرۍ خونه بیا د توکو بیو لوړېدو لامل پر افغانستان اقتصادي بندیزونه او په پراخه کچه وزګارتیا بولي، خو زیاتوي، د ځنو لومړنیو توکو بیې په نړیوالو بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

د سوداګرۍ خونې د فدراسيون سرپرست خان جان الکوزی وايي:« دا سمه خبره ده،چې يو څو هېوادونو يا  بهرنیانو ژمنې  کړي دي،خو هغه يو میليارد او دوه سوه ميلونه ډالر چې کمک شوی دی، دا عملا افغانستان ته نه  دي راغلي، يو شمېر هېوادونو پنځوس ټنه يا شپېته ټنه کمک کړی دی،د امارت له لورې.»

الکوزي همدا راز ډاډ وښود،چې د یو شمېر هېوادونو لویو شرکتونو سره لوی قراردادونه شوي او ډېر ژر به په پراخه کچه توکې هېواد ته وارد کړي.

الکوزی وايي:« نو عوامل دا دي،چې بیې په نړۍ کې لوړې شوي دي.»

د افغانستان بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي په کابل کې د شنبې په ورځ د پاکستان له سفير سره د سوداګرۍ په ښه والي، تورخم ، سپين بولدک او چمن لارو کې د سوداګرو پر راکړې ورکړې،هم خبرې اترې وکړي.

سره له دې چې افغانستان سره د نړۍ د ډېری هېوادونو له لورې د نغدي مرستو ژمنه هم شوې،خو تر اوسه د دغو مرستو د ویش بهیر نه دی پیل شوی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist