د اسلامي امارت لخوا د ننکرهار شېرزادو ولسوالۍ مرکي خېلو سيمه کې د شوکاڼي کان رسمي قرار داد تر سره او قانوني کیندنې یې پيل شوې.
د دغه کان په کېندنه کې به شاوخوا ۴۰ زره کسانو او ۷۰۰ نقليه وسايطو ته د کار زمينه برابره شي.
د کانونو او صنايعو ریيس باز محمد عبدالرحمن د شوکاڼي کیندنې پرانيستې په مراسمو کې وويل، د زرګونو کسانو کاري بوختيا سربېره به د حکومت خزانې ته هره مياشت ميليونونه افغانۍ عوايد وسپارل شي.