د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، ترکمنستان پر ټاپي او رېل پټلۍ پروژو سربېره، امنیتي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره دهمکارۍ ټټر وهلی.
ذبیخ الله مجاهد وایي، د ريل پټلۍ د جوړېدو او پر دوه استقامتونو کې د ترکمنستان او جوزجان او ترکمنستان ــ هرات پورې د ريل پټلۍ د جوړېدو ژمنه وشوه، چې کار به يې ژر پيل شي.
د مجاهد په وینا، له ترکمنستانه تر هرات پورې د ۵۰۰ ولټه برېښنا د انتقال لپاره به د نوی لين پر جوړېدو کار پیل شي، چې د برېښنا لېږد ته به زمینه برابره شي.