د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبد اللطیف منصور په ویډیويې کنفرانس کې د یاد شرکت له مسوولینو سره د انرژۍ تولید او اوبو مدیریت په پروژو کې د خصوصي پانګونې هرکلی کړی.
دواړو لوریو هوکړه کړې، چې ګډ تخنیکي ټیمونه به د چارو د پرمخ وړلو لپاره کار وکړي، تر څو په نږدې راتلونکي کې د بلخ ولایت نهر شاهي ۲۰۰ میګاواټه برښنا پروژې تړون د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک او د هغې عملي چارې پیل کړي.