ننګرهار کې د کسبګرو ټولنې او پانګوالو پرېکړه چې نورپه کلدارو توکې نه پلوري.
د ننګرهار پانګوال او هټۍ وال وایي، اوس تربل هروخت په کلدارو راکړه ورکړه تاواني شوې او غواړي تردې وروسته پېر او پلور په افغانیو وکړي.
پانګوالوله حکومت دهغو کسانود مجازات غوښتنه کړې، سرله سبا پیر او پلور دافغانیوپرځای په کلدارو کوي.
ولایتي اداري دپانګوالو دا اقدام ستایلی او دهمکارۍ ډاډیې ورکړی.
جلال اباد ښار کې هټۍ وال بیا وایي، اوس چې ورځ بلې ته په بازار کې ډالر د لوړېدو په حال کې دي ،کلدارو ارزښت ډېر بایللی او پېر او پلور پرې تاواني دی.
دوی وایي، د کلدارو په پرتله اوس افغانیو په بازار کې خپل ارزښت ساتلی.
پانګوال وایي، ژمن دي چې په جلال اباد ښار کې پیر او پلور په کلدارو بند کړی.
دوی له ولایتي چارواکو د هغو کسانو د مجازات غوښتنه وکړه، چې تر دې وروسته پیر او پلور په کلدارو کوي.
چارواکي وایي، د افغانیو دودولو په برخه کې کسبګر یوازې نه پریږدي.
پانګوالو په ولایتي دارې هم سختې نیوکې وکړې، چې د افغانیو په رایجولو کې یې صادقانه اقدام نه دی کړی.
خلک د چارواکو له لورې دې برخه کې پخوانیو ژمنو او نمایشي هڅو ته په پام سره اوس هم ډېر باوري نه دي چې جلال اباد ښار کې به پېر او پلور په کلدارو بند شي.
خبریال؛ لطیف احساس
سمونه؛ جان محمد مومند