Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکیمي: د اسلامي امارت له اصولو سرغړونکي نظامي کسان محکمې ته سپارل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/30

د افغانستان اسلامي امارت د نظامي لېکو تصفیې کمېسیون مشر لطف الله حکیمي وايي، هغه کسان له نظامي لیکو اېستل کیږي او محکمې ته سپارل کېږي، چې د د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه کوي او خلک ځوروي.

حکیمي وایي، د داسې کسانو لپاره د اسلامي امارت مارت لیکو کې ځای نه شته دی،چې خپلسرې چاپې وهي،له خلکو په شخصي ډول پیسې او وسلې غواړي او باجګیري کوي.

حکیمي زیاتوي:« که دغه ډول خلکو وحشت خپراوه، خپلسرې چاپې یې وهلې، خلک یې ځورول،وسلې او پیسې یې اخیستې او باجګیري یې کوله، دا خلک د کمېسیون له لوري له لاسه نېول کیږي او محکمې ته سپارل کېږي.

حکیمي وایي، پر صحرایي محکمو بندیز لګول شوی او څوک اجازه نه لري،چې د محکمې له حکم پرته چاته سزا ورکړي.

حکیمي  زیاته کړه:«مجاهدینو د جاسوس په نوم خلک نیول،وژل یې،خو شکنجه کول یې نه په محکمه یې وژل په خپل سر یې نه وژل، صحرایي محکمې بندې دي اوس نظام ده، مخکې هم نظام و. دلته محکمې شته دی،هغوی ته به موضوع راجع کېږي،پر خپل سره به خلک نه محاکمه کوي.»

د پکتیا،پکتیکا او خوست د استخباراتي ادارو مسوولین وایي، د نظامي لیکو تصفیه یې پیل کړې او هغه کسان له لیکو اېستل کېږي،چې خپلسري کوي.

د خوست د استخباراتو ادارې استازی وايي:« موږ د لېکو د تصفیې لپاره خپل کمېسیون جوړ کړی دی. له والي سره مشوره کوو،دایت ترې اخلو، څه ناڅه مو عملي کار کړی دی او لا روان دی.»

د پکتیا د استخباراتو ادارې استازی بیا وايي:« موږ له دغه پریکړې هرکلی کوو، مخکې مو هم پام وه. هغه کوم جدولونه چې راکړل شوي و،هغه ترتیب شوي دی.»

د اسلامي امارت د نظامي لیکو تصفیې کمېسیون وایي ، د شپې پر چاپو بندیز لګیدلی او د اړتیا پر مهال به تالاشي هغه وخت ترسره کېږي،چې د سیمې اوسېدونکي او دیني عالمان هم حاضر وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist