Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بروس: امریکا په کابل کې د سفارت بېرته پرانیستلو پلان نه لري

بروس: امریکا په کابل کې د سفارت بېرته پرانیستلو پلان نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/06

افغانستان ته د زلمي خلیلزاد په ګډون د امریکايي پلاوي له راتګ سره سم د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۰مه او ۲۹مه کابل کې د اسلامي امارت له زندانونو څخه د جورج ګلېزمن او فایې ډي هال په نومونو د دوو امریکايي وګړو تر خوشې کېدو وروسته، په کور دننه او نړیوالو رسنیو کې له واشنګټن سره د کابل د تعامل او حتا د سفارتونو د بېرته پرانیستلو په تړاو د خوشبینیو تر زیاتېدو څو ورځې وروسته، اوس امریکايي چارواکو دغه احتمال رد کړی دی.

تازه واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وياندې ټمي بروس له قوله لیکلي، امریکا په افغانستان کې د سفارت بېرته پرانیستلو لپاره هېڅ راز پلان نه لري.

بروس د امريکا له آدرسه سرپرست حکومت ته د يوې ډلې خطاب کړی او ویلي يې دي چې امریکا هېڅ یوه ډله په افغانستان کې د دولت په توګه پر رسمیت نه پېژني.

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې بروس له قوله لیکلي:« امریکا هېڅ یوه ډله په افغانستان کې د دولت په توګه پر رسمیت نه پېژني. له همدې امله کابل کې د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره هم هېڅ راز پلان نه لري.»

بل پلو واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جېمز هېوټ له قوله لیکلي چې واشنګټن له کابل سره واشنګټن کې د افغان سفارت په تړاو ژمنه نه ده کړې.

جېمز هېوټ هم په غوڅه توګه رد کړې چې ګواکې په کابل کې د امریکا د سفارت بېرته پرانیستلو په تړاو خبرې روانې دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جېمز هېوټ ورځپاڼې ته ویلي: « موږ په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په تړاو هېڅ راز ژمنې نه دي کړي او په کابل کې هم د امریکا د سفارت ودانۍ د وضعیت په اړه هېڅ ډول بحث روان نه دی.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره سم، د نورو هېوادونو په ګډون امریکا هم په افغانستان کې خپلې سفارتي چارې ودرولې او په تېرو شاوخوا ۴ کلونو کې دې هېواد د یو لړ شرطونو منلو په صورت کې له سرپرست حکومت سره د تعامل او د سفارت د بېرته پرانیستلو خبره وکړه.

د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري حقونو ته درناوی، نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښولو ډاډ او له وسله‌ والو ډلو سره د اړیکو پرېکون د دې شرطونو په سر کې دي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « امریکايي چارواکو او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال چې کابل ته پلاوی راغی او دلته یې د بندیانو په اړه بحث وکړ او خپل بندیان یې خوشې کړل، په رسمي توګه یې له کومې رسنۍ سره د سفارت د سپارلو یا سفارت پرانیستلو په تړاو بحث نه دی کړی، بلکې یوازې د امارت له خوا وړاندیز ورته وشو، که داسې کار وشي او دا خبره له همدې ځایه مطبوعاتو ته راووتله.» 

که څه هم د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې له لوري د سرپرست حکومت پر کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج ‌الدین حقاني اېښودل شوې جایزې لغو کېدو، له افغانستان سره د امریکا د تعامل احتمال زیات کړ؛ خو د امریکا نوي دریځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل شونتیا بېرته پیکه کړه.

اوس پوښتنه دا ده چې د واشنګټن او کابل ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو رغېدو لپاره څه ته اړتیا ده؟

د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند وايي: « په لویه کچه په ډېپلوماټیک لحاظ افغانستان ته د امریکا یا اروپا راتګ په ځینو مسایلو پورې تړلي دي. ترټولو مهم یې د دوحې د تړون عملي کول دي چې په کې د بین الافغاني خبرو له لارې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل، د یوې قانونمندې ادارې جوړېدل، د اوسني سرپرست حکومت څخه وتل او په لویه کې د افغان دولت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو لیدل، په دې مانا چې مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکي افغانان او په هر قشر پورې تړلي افغانان، ځانونه په افغان حکومت کې وویني او سرپرسته اداره په یوې دایمې او قانوني ادارې بدله شي. ماته ښکاري د سفارتونو پرانیستل او د نړیوالو ادارو تعامل ستونزه به ورسره حل شي.»     

سرپرست حکومت زموږ له اړیکو سربېره د امریکايي چارواکو تازه څرګندونو ته غبرګون ونه ښود، خو د ۲۰۲۱زېږدیز کال په اګست کې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته، له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا له امریکا سره تعامل او رسمیت پېژندنه لویه غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له یوشمېر هېوادونو سره د اړیکو له ټینګښت پرته لاهم دهېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ هغه څه چې اوسنی حکومت یې سخت په لټه کې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist