د کابل په ختیځه برخه احمد شاه بابا مینه کې په دې کنډواله کور کې د ماشومانو په ګډون د لسو کسانو سرپرستي،دا ۹۰ کلن سپين ګيری حيات الله خان کوي.
دا عمر خوړلی د کار څه چې ان د خبرو کولو توان يې هم نور له لاسه ورکړی وايي، پر ناروغ ځان او دې حالت مې ايسکريم پلورل،خو په خبره یې اوس هوا سړه شوې، نور د ګرځېدو تاب نه لري او د ټولې ورځې مزدوري يې لس يا شل افغانۍ وي.
تاج محمد زیاتوي:« کله مې له ماشومانو سره څوک ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ مرسته وکړي، پر همدې وخت تېروو. کار نه شته دی. دوه زره افغانۍ هم راسره نه شته دی،چې خپل ځان ته پرې کارو بار پيل کړم.»
تاج محمد او حيات الله،چې د ژوند دا شپې او ورځې له خپلو بچيانو سره په سختۍ تېروي، له شتمنو هېوادوالو غواړي،چې لاسنیوی یې وکړي.
تاج محمد وايي:« له شتمنو هېوادوالو غواړم،چې راسره مرسته وکړي. د ماشومانو لپاره مې جامې نه شته دی. د ژمي لپاره کمپلې نه لرم. لرګي نه لرم. له سوداګرو او شتمنو هېوادوالو مو غوښتنه دا ده،چې هر څه یې په وس کې وي، راسره مرسته وکړي.»
د اسلامي امارت په راتګ سره شااوخوا شاه درې ميلیونه وګړي بې دنده شول، چې په تېر يې له مياشتينۍ تنخوا ورځنۍ اړتياوې پوره کولې او اوس له ستونزو کړيږي.
اخوا ملګرو ملتونو هم د دغو بې وزله افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د ژر مرستو تمه لري.
هغه بشري مرستې،چې نړیوالو یې ژمنه کړې وه،د نامالوم لامل له امله نه دي شوي ،ې ملګري ملتونه یې د ژر راټولولو غوښتنه کوي.