Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: اسلامي امارت هغه نورمونه پوره کړي چې د رسمیت پېژندلو لپاره اړین دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/28

د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالی  وزیر امیر خان متقي  د افغانستان په اړه نړیوالو سره د خبرو لپاره له تېرو څو ورځو راپه دې خوا دوحه کې دی او هتله یې له چینايي او امریکايي استازو سره له لېدنې وروسته د اروپایي ټولنې له نږدې ۱۴ استازو سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت ود ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، امیر خان متقي اروپايي هېوادونو ته ویلي، چې اسلامي امارت هغه نورمونه پوره کړي، چې د رسمیت پيژندلو لپاره اړین دي.

دغه راز کریمي وايي، متقي له اروپایي ټولنې دا هم غوښتي، چې پر ګډه له امریکا وغواړي، ترڅو د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ  بېرته ازاده کړي.

کریمي زیاته کړه: «متقي صاحب له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته یو حاکم نظام لري، په کار ده چې نړیواله ټولنه پر ګډه د امریکا له متحده ایالاتو وغواړي چې د افغانستان د خلکو په ملي شتمنۍ بندیزونه لرې کړي.

همدارنګه اسلامي امارت د یوه مسول حکومت په توګه هغه شرطونه پوره کړي، چې پر رسمیت وپېژندل شي.»

تر اوسه پورې چې د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ کومې ناستې شوي دي، په دوه اړخیزو همکاریو ولاړې دي.

نړیوال له طالبانو غواړي چې په خپل دریځ کې بدلون راولي او سیاسي پروسه ټول شموله کړي، خو طالبان د هرڅه وړاندې له نړیوالو دا تمه او غوښتنه لري، چې دوی پر رسمیت وپېژندل شي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، دې ناستو ته هیلې لري او په خبره یې پایله به یې ګټوره وي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «روسیې، چین اروپایي ټولنې سره خبرې او سفرونه مهم دي. د دې لپاره چې افغانان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، کنګل شوې پیسې ازادې شي او افغانستان بېرته پخواني اقتصاد ته  وګرځي او ژر یو ښه اقتصادي کمېسیون جوړ شي.

هغه پیغام چې طالبانو ترلاسه کړ، هغه د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول دي، چې طالبانو د اصلاحاتو ویلي دي ژر باید دا کار وشي.»

اسلامي امارت هڅه کوي، نړیوالو ته د اوسني وضیعت په اړه قناعت ورکړي.

خو اروپایي ټولنه افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول، ښځو او بشري حقونو ته درناوی او افغانستان کې د هغه وسله والو ډلو سره مبارزه ده، چې دوی یې د راتلونکي لپاره د یوه  ګواښ په توګه ترې اندېښنه لري.

اوس شنونکي وایي، د طالبانو او اروپایي ټولنې ترمنځ مذاکرات سم لاسي پایله نه لري، خو د نظر د تبادلې لپاره یوازې یو ښه فرصت کېدای شي.

شنونکی  قریب الرحمن شهاب وايي: «په دوحه کې له امریکا او اروپایي ټولنې سره د طالبانو ناستې په ژر کې ښايي کومه ملموسه پایله ونه لري، ولې د نظر او افکارو د تبادلې لپاره یو ښه فرصت ده.

طالبان غواړي په دې ناستو سره نړیوالو او لویدیځوالو ته وښي، چې دوی د دوحې په هوکړه کې کړو ژمنو ته ژمن دي.»

نږدې درې میاشتې پوره کېږي چې د نړۍ هېڅ یوه هېواد د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه ده منلی.

د افغانستان په اړه په دې وروستیو کې دوه مهم کنفرانسونه جوړ شول چې یو یې مسکو او بل هغه په ایران کې و.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist