Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خوست کې میشت وزیرستاني کډوال: له اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې غواړو لاسنیوی مو وکړي 

admin by admin
2021/10/28

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ په ګلان پنډغالي کې مېشت وزیرستاني کډوال وایي، د ژمي په را رسېدو سره یې ژوند سخت شوی دی.

 دوی وايي، په ټولییز ډول د خوراکي او سون توکو له کموالي سره مخ دي او ګڼې کورنۍ سرپناه نه لري او له اسلامي امارته او نړیوالې غواړي، لاسنیوی یې وکړي.

ګلان پنډغالي کې مېشت یو تن کډوال وايي:« تاسو ګورئ، چې ژمی راغلی، خو ورسره موږ هېڅ تیاری نه لرو. موږ د خوړو لپاره څه نه لرو، لرګيو او کمپلو ته مو هم اړتیا ده، که اسلامي امارت وي، یا نور له موږ سره دې مرسته وکړي.»

د ګلان پنډغالي کې میشت یو بل ګډوال وايي:«موږ خو دلته راغلي یو. نه تجارت لرو، نه پوله او پټی لرو، تر شنه اسمان لاندې پراته یو. مالومه خبره ده، چې مرستو ته اړتیا لرو.»

په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یونسیار استازی ایوب اندیال وايي، له شپږ سوه کورنیو سره د سرپناه ترمیم په موخه ۴۰۰ ډالر او ۱۰۰ کورنیو ته د تشنابونو جوړولو لپاره ۲۰۰ ډالر ورکړي او په خبره یې  له  دې سره به پنډغالي کې د سرپناه نه موجودیت ستونزه هواره شي.

اندیال زیاته کړه:« له ۶۰۰  کورنیو سره د کورونو د ترمیم لپاره ۴۰۰  ډالر او  ۱۰۰ کورنیو سره د تشنابونو جوړولو لپاره ۲۰۰ ډالر مرسته وشوه، چې په دې سره به پنډغالي کې تر ډېره د سرپناه ستونزه هواره شي.»

خو کډوال وایي، مرسته له محدودو کورنیو سره شوې، چې بسنه نه کوي او سلګونه کورنۍ، چې سرپناه  نه لري، ترې بې برخې پاتې دي.

ګلان پنډغالي کې مېشت کډوال عبدالله وايي:« یوازې دلته شااوخوا ۴۹۰۰ کورنۍ ژوند کوي. زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه ټولې کورنۍ اړتیا لري، چې باید یادې مرستې ورته ورسېږي، ډېری داسې کورنۍ شته، چې لا څه نه دي ورکړل شوي.»

د مالوماتو له مخې، ګلان پنډغالي او یو شمېر نورو سیمو کې ۷۰۰۰  کورنۍ ژوند کوي او دغه کورنې ۲۰۱۴ کال کې وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله خوست ته را کډه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist