Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: اسلامي امارت له ټولو جهتونو سره د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې اړیکې غواړي

متقي: اسلامي امارت له ټولو جهتونو سره د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې اړیکې غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/29

که څه هم په افغانستان د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو سره د یو شمېر هېوادونو استازو د سرپرست حکومت چارواکو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه لیده کاته کړي، خو د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو په تړاو یې لاهم خپل دریځونه نه دي روښانه کړي.

تازه په کابل کې د جاپان سفیر د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، په دې کتنه کې سرپرست وزیر ويلي، د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې د ټولې نړۍ له هېوادونو سره اړیکو پاللو ته لېواله دي.

تکل زیاتوي:« له سيمې او نړۍ سره مو تعاملات ښه لور ته روان دي او سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصاد محوره پالیسي له مخې له ټولو جهتونو سره اړیکو ته لېواله دی.»

بل لورته د چاپان سفیر په دې ناسته کې بیا له افغانستان سره د اړیکو پراختیا سربېره ډاډ ښودلی او ويلي یې دي چې هېواد يې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « د جاپان سفیر د نشه ‌يي توکو د کښت او تولید پر ضد د قوي مبارزې ستاینه وکړه او د بدیل کښت په اړه یې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړ.»

د سیاسي چارو شنونکي له هېوادونو سره دغه ډول لیدنې ګټورې بولي او د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل لاغښتلی کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا ډول لیدنې د تعاملاتو په اړه ډېرې اغېزناکې واقع کېدای شي. څومره چې موږ اړتیا لرو، نور هېوادونه هم اړتیا لري؛ ځکه اوس افغانستان کې سوله او امنیت شته او حکومت په ښه شان اداره کېږي. ښه دا ده چې ټول هېوادونه د تعامل لاره خپله کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« جاپان تل له افغانستان سره مرستې کړې او د نورو مرستو ژمنه یې کړې. د نړۍ هېوادونه اوس دې ته په خپله هڅول شوي چې له افغانستان سره تعامل وکړي او له طالبانو سره ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.»

ځینې نور بیا د جاپان اقتصادي پرمختګ ته په پام له دې هېواد سره سوداګريزي اړيکې مهمې يادوي او د پیاوړتيا پر لارو چارو يې ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر عبدالصادق حمیدزوی وايي:« له جاپان سره چې هر څومره ښې او پياوړې اړیکې ټینګې شي، دا کولی شي د افغانستان تخنیکونه پياوړي کړي. د افغانستان د ډېپلوماسۍ لمنه پراخول له بل هر وخت ډېر د اوسني وضعیت تقاضا ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او مل پلاوی کابل ته راغلي وو چې د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې پر ځینو مسایلو خبرې وکړې، خو د خلیلزاد راتګ سره انګېرنې دا دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه لېواله شوي چې له افغانستان سره اړیکې لا پراخې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist