Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي انزوا کې نه دی

فطرت: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي انزوا کې نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/29

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې څلور کاله تېريږي، خو تراوسه هېڅ کوم هېواد پر رسميت نه دی پیژندلی او له  سياسي انزوا سره مخ دی.

 خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت له شمشاد سره مرکه کې وايي، د نړیوالو محدویتونو په شتون کې د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخه شوي او له ورته نورو هېوادونو هم غواړي چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

فطرت په دې اړه وايي: « په دې لحاظ موږ په سیاسي انزوا کې قرار نه لرو بلکې له ټولو هېوداونو او په ځانګړې توګه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعاملات لرو، خو داسې په اعلان شوې بڼه موږ پر رسمیت نه یو پېژندل شوي، دا یوه بېله خبره ده؛ ځکه ځینې هېوادونه به خپل ملاحظات لري او ځینې به بیا بهانې لټوي. دا کار د هېچا پر ګټه نه دی او ټولو هېوادونو ته مهمه ده چې له اسلامي امارت سره تعامل ته راوړاندې شي.»

فطرت دغه راز زیاتوي، سرپرست حکومت ته په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د سپارلو او په کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانیستلو په اړه کابل ته د امریکا له راغلي پلاوي سره مذاکرات شوي او په دې برخه کې د واشنګټن د مثبت ځواب انتظار کېږي.

فطرت په دې اړه وايي: « د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د روابطو عادي کولو لپاره په بېلابېلو مجلسونو کې خبرې شوې چې له ډلې یې یوه هم د بندیانو موضوع وه او په دې برخه کې پرمختګ هم شته او تمه لرو چې نورو موضوعاتو کې هم پرمختګ ولرو.»

فطرت له شمشاد سره مرکه کې له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستلو په هکله د امریکا د ولسمشر څرګندونې احساساتي بولي.

فطرت د ډونالډ ټرمپ د دغې ادعا له ردولو سره چې ګواکي بګرام هوايي اډه د چین په واک کې ده وايي،  د امریکا ولسمشر له مالوماتي خلا سره مخ دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي: « بګرام د افغانستان اسلامي امارت په کنټرول کې دی او دا ادعاوې ناسمې دي چې ګوندې بګرام د نورو هېوادونو په واک کې دی. افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو هېڅ یو نظامي کس شتون نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې عربي خبري شبکې سره مرکه کې ټینګار کړی چې هېڅ دوښمني تلپاتې نه ده او د اسلامي امارت حکومت له امریکا سره هم ابدي دوښمني نه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا سره د دوحې له تړون وروسته د اسلامي امارت دریځ بدل شوی او ټولې نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist