Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع چارسمبالی وزیر: افغانان به د یوه ښه ځواک خاوندان شي

admin by admin
2021/10/28

په کابل کې د  شهید سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۵ مه» د  ډاکټرانو د ساین درېیم نړیوال کنفرانس جوړ شو،چې په کې د عامې روغتیا وزارت سربیره د ملي دفاع چارسمبالي  وزیر ملا یعقوب مجاهد هم ګډون کړی و.

ملا یعقوب چې په لومړي ځل رسنیو ته راڅرګند شوو وویل، د ولس یوځای کېدو په صورت کې هېواد د جوړیدو لور ته روان دی او افغانانان به د یوه ښه ځواک خاوندان شي.

یعقوب زیاته کړه:« که چېرې ټول افغان ولس او مسوولین خپل کار ته ژمن پاتې شي او هېله شته چې وطن جوړېږي او خپلو موخو ته رسېږو.»

ملا یعقوب ټولو پانګوالو او روغتیايي پرسونل ته  ډاډ ورکړ،چې په هر وخت کې د دوی په خدمت کې دی او غوښتنه یې وکړه،چې په افغانستان کې پاتې شي او پانګونه دې وکړي.

هغه وايي:«د هر فرد او ډاکټر په خدمت کې یم. راشئ! دلته شتمني مصرف کړئ، پانګونه وکړئ او روغتونونه جوړ کړئ.»

په دې کنفرانس کې د عامې روغیتا چارسمبالي وزیر عباد قلندر ژمن وکړه،چې ټولو روغتونونه به معیاري کوي او ډاکټرانو ته به لازم امکانات په اختیار کې ورکوي.

قلندر زیاته کړه:« ژمن یم،چې ستاسې د فعالیتونو معیاری کولو کې هر ډول لازم امکانات په اختیار کې درکړم، ځکه زموږ فقیر او بې وزله هېودوال دې ته اړتیا لري.»

د شهید سردار محمد داوود خان روغتون مشر خوښي وښوده،چې په هېواد کې جګړه نه شته او روغتون ته تپي کسان نه راوړل کېږي او په خبره یې په دې روغتون کې د نورو کسانو درملنه کېږي.

د جمهوریت پرمهال هم هڅې وشوې،چې په کور دننه روغتیايي سستم معیاري کړي،چې افغان ناروغان بهر ته د تګ پرځای دلته یې درملنه وشي خو بریالي نه شول. 

په دغه کنفرانس کې کې د افغان پوځ یو مخکیني جنرال هم ګډون کړی و .

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist