Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا دفاع وزارت خبرداری، داعش پر امریکا د برید پلان لري

admin by admin
2021/10/28

د امریکا دفاع وزارت مرستیال کولن کهول افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو پر بیا پیاوړي کېدو اندیښنه ښودلې او زیاته کړې ده، چې ښایي له شپږو تر ۲۴ میاشتو امریکا ته هم ګواښ پېښ کړي.

کهول د سناتورانو پوښتنو په ځواب کې ویلي، د داعش پر وړاندې د طالبانو پر وړتیا شکمن دي او ښایي له القاعده سره د نږدې اړیکو له امله هم دغې ډلې سره مبارزه ونه شي کړای.

کهول زیاته کړې:« زموږ د استخباراتو موندنې ښیي، چې داعش او القاعده ډلې په بهر کې د عملیاتو پلانونو لري، چې په ډله کې یې امریکا هم شامله ده. په اوس کې دوی دا وړتیا نه لري، خو ښایي داعش په شپږو او القاعده په راتلونکو دوولسو یا ۲۴ میاشتو کې دا وړتیا پیدا کړي.»

اخوا بیا اسلامي امارت وايي، د داعش ډلې پر وړاندې جدي او قوي دي او د سیمې لپاره دغه ډله به  هېڅ ډول ستونزه پیښه نه کړي.

د اطلاعو او کتلور وزیر ملا خیرالله خیرخواه وايي، نه یوازې داعش بلکې هره هغه ډله، چې غواړي ناامني جوړوي، له منځه به یوړل شي.

خیرخواه وايي:«د داعش پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت قوي او جدي دی او قوي به وي او سیمې ته به له داعش ستونزه نه پیدا کېږي. نه یوازې داعش بلکې هره ډله چې زموږ د خلکو بې امني وغواړي، هغه به نابودېږي او له منځه به ځي.»

د وروستیو چاودنو او بریدونه پړه، چې په کندز او کندهار کې یې ګڼ شمېر خلک ووژل داعش ډلې پر غاړه واخېسته او د خپل فعالیت ښکارندوي یې وکړه، خو له هغې وروسته اسلامي امارت د دغې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات پیل کړل، چې یو شمېر مرکزونه یې له منځه یوړل شول، ځینې یې ووژل شول او په لسګونه نور یې په ننګرهار کې اسلامي امارت ته تسلیم شول.

خیرخواه وايي، اوس یې دا درک کړې، چې په یوازې ځان حکومت نه کېږي او نور کادرونه به هم حکومت ته راولي.

خیرخواه زیاته کړه:« زموږ ټول ولسونه، چې په مختلفو ولایتونو کې اوسېږي، که هغوی کې کادرونه وي او یا هم داسې کسان چې بېلابېلو برخو کې تخصص ولري. موږ غواړو، چې له هغوي نه مستفید شو، ځکه حکومت داسې نه کېږي، چې یو ګروپ یا یوه ټولی به یې کوي داسې نه شي کیدای او نه شي کولای، دې کې به مختلف خلک وي تجار، ډاکټر او انجینیر به هم پکې وي. دا ټول چې لاس ورنه کړو، هېواد نه ابادیږي او خدای مه کړه، که څوک دا فکر ولري، چې د بل چا ضرورت ورته نه شي، هغه حکومت نه شي کولای او حکومت یې نه شي چلیدلای. موږ د دې احساس کړی او نور خلک به هم حکومت ته راولو.»

له دې وړاندې نیوکې دا وې، چې اسلامي امارت له لوري اعلان شوې سرپرسته کابینه کې ټول قومونو ته ځای نه دی ورکړل شوی، خو اسلامي امارت بیا ویلي، کابینه یې ټول شموله ده او یو قوم پورې تړلې نه ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist