په کابل کې د چهار شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۵ مه » د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې کمېټې له خوا پر شااوخوا ۵۰۰ کورنیو د نږدې ۲۰ زرو یورو پر ارزښت مرستې ووېشل شوې.
د یاد کمېټې مشر محمد عالم شهاب وایي، که څه هم دغه مرستې مهمې دي،خو په خبره یې د افغانانو درد نه شي دوا کولی او اړتیا ده،چې نړیوال له ظلم لاس واخلي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
شهاب زیاته کړه:« که تاسې په ریښتیا بشردوستان یاست او غواړئ، چې بشردوستي وکړئ او فقر او بې وزلي ختمه شي، نو زموږ دروازې خلاصې کړئ، زموږ خپلې دروازې مو پر موږ تړلي دي، ولې؟»
د کابل د مهاجرینو ریاست مشر قاري عبدالمتین رحیمزی وایي،په ټولو حوزو کې یې سروې کړې او ټولو اړمنو کورنیو ته به وخت پر وخت مرستې ووېشي.
خو رحیمزی د ژمي په را رسېدو اندېښمن دی او پر نړیوالو یې غږ دا دی،چې د افغانانو لاسنیوی دې وکړي.
رحیمزي زیاته کړه:« دا د جرمني کومه مؤسسه چې ده،د افغان ماشومانو لپاره مرستې کوي،هغوی په هره اوونۍ کې حد اقل له ۵۰۰ کورنیو سره مرستې کوي. په دې اوونۍ کې یې له زرو کورنیو سره مرسته وکړه. موږ ترې مننه کوو او الله دې پر ټولو انسانانو کې دا حس پیدا کړي،چې د بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.»
د مهاجرینو ریاست وایي،پرون یې له شااوخوا ۹ سوه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته انتقال کړې او په خبره یې ۲۰۰ نورې کورنۍ به دایکندي، بامیان او غور ته ولېږدوي،چې ټول لګښت یې ورکول کېږي.