Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د پاکستان پوځ په لوی لاس بلوڅان افراطیت ته اړباسي

شنونکي: د پاکستان پوځ په لوی لاس بلوڅان افراطیت ته اړباسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/27

په کوېټه کې د بلوڅانو په سوله ییزو لاریونونو ‌ډزې، د لاریون کوونکو نیول او وژل او پرې د اوښلن ګاز کارول هغه اقدامات دي چې د شنونکو په باور، کولی شي بلوڅ معترضان افراطیت او توند لارۍ ته اړ کړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان له لوري د بلوڅانو سوله ‌ییز غږ ته پر ټوپک او تشدد د ځواب ورکول به سوله غوښتونکي بلوڅان هم دې اړ کړي چې د پاکستان نظام پر وړاندې تاوتریخوالي ته مخه کړي.

دوی زياتوي، په کار ده چې پاکستان د بلوڅانو غوښتنې چې له سوله ‌ییزو لارو یې مطرح کوي ومني او پر وړاندې یې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

شنونکي په دې باور دي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د پاکستان له لوري د بلوڅانو سوله ‌ییزې مبارزې ته د ترهګرۍ نوم ورکول له بلوڅو سره جفا ده.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هیله دا ده په پاکستان کې هغه حقونه ورکړل شي چې خلک یې په سوله ییز ډول غواړي، ځکه دا د ټولنې یو اصل دی. که چېرې له تشدد څخه کار اخیستل کېږي، په دې صورت کې ولس هم په نظریاتي لحاظ زیانمن کېږي، قهرېږي او کله چې د قهر لاره ونیسي. د بلوڅانو د یوالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ چې د پاکستان پوځ نیولې ده، هیله ده چې په اړه یې تجدید نظر وشي او له بنده خوشې شي؛ ځکه ماهرنګ مبارزه سوله ییزه ده.»

د د سیاسي چارو کارپوهانو په اند، د بلوڅ لاریونوالو پر وړاندې د پاکستان د ریاست چلن له یوې خوا له بشري حقونو سره په ټکر کې دی او له بلې خوا، د دې هېواد امنیتي ادارې په لوی لاس دغه خلک پر نورو لارو تګ ته اړباسي.

دوی وايي، که دغه کار دوام وکړي، پاکستان به له سختو سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخ شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: «که پاکستان د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې خپله پالیسي بدله نه کړي او د بشر حقونو احترام ونه کړي، ماته ښکاري چې دا به د پاکستان لپاره په کوردننه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې لا زیاتې کړي. په کار ده چې پاکستان د بشري حقونو د نړیوالو نورمونو ساتنه او پالنه وکړي.»

خو په ټوله کې باور دا دی چې پر ولسونو ظلم او ناروا د پاکستاني پوځ د پالیسۍ یوه برخه ده او تل یې د مظلومو خلکو پر وړاندې دغه ډول اقدام کړی چې بیا یې پر وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم له امریکا او نورې نړۍ پروژې ترلاسه کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « پاکستان په لر او بر افغان خاوره کې د جګړې او تاوتریخوالي رامنځته کولو ژوره ستراتیژي لري. په دې خاوره کې جګړه کول د پاکستان د نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستاني پوځیانو په فکر د حل یوه لاره ده.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « مشران برمته کېږي، ظلم او زیاتی اوج ته رسېدلی. په نورو قومونو باندې دا ظلم او زیاتی د دوی په پالیسۍ کې دی.»

د بلوڅانو د همغږۍ او یووالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ چې دا مهال د پاکستان په بند کې ده، د راخوشې کېدو په موخه یې د بلوچستان په اتو بېلا بېلو سیمو کې لاریونونه روان دي.

 د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ادارو له خوا لسګونه نور لاریون کوونکي هم نیول شوي چې ښځې هم په کې شاملې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist