ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ د جي شل هېوادونو مشران په روم کې سره راټول شي او پر ګڼو بېلابېلو مسایلو سره خبرې وکړي.
د دغو هېوادونو مشران شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم سره راټول شوي وو، چې په بېړنۍ توګه یې پر یو شمیر مسایلو خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې دغه ناسته به په بشپړو امنیتي تدابیرو کې ترسره شوه.
شاوخوا دوه نیم زره پولیس او سرتېرو د جي شل هېوادونو ناستې لپاره د ښار امنیت نیولی دی.
تر دې دمه د چین او جاپان په ګډون د ګڼو هېوادونو مشران په دغه غونډه کې د برخه اخیستو لپاره روم ته روان شوي دي.
په پام کې ده، چې په دې غونډه کې د ګڼو اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ د اقلیم بدلون په اړه هم خبرې وشي.