د بي بي سي د راپور له مخې، طالبانو پاکستان کې د افغانستان څلورو ډیپلوماتیکو استازولیو ته خپل ډیپلوماتان استولي دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، دې کسانو کې په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت لپاره لومړی سکرتر او همدا راز په پېښور، کوېټه او کراچۍ کې د افغانستان قونسلګریو لومړي سکرتران شامل دي.
ویل کېږي، د دې کسانو لپاره پر ډیپلوماتیکو پاسپورټونو د پاکستان ویزې هم لګول شوې، خو تر اوسه د دې خبر پخلی په رسمي توګه نه دی شوی.