Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: له کابل سره خبرې اترې مهمې دي

اسحاق ډار: له کابل سره خبرې اترې مهمې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/26

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان له سفر وروسته، د دې هېواد مرستیال لومړي وزیر له نوموړي سره کابل ته د درې ورځني رسمي سفر پر پایلو او لاسته راوړنو خبرې کړې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسحاق ډار او صادق خان ترمنځ په دې ځانګړې ناسته کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې اترې او ډیالوګ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د دې هېواد اندېښتو ته د رسېدا لپاره مهم بلل شوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: « مرستیال لومړي وزیر د پاکستان اندېښنو ته د رسېدو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه له افغانستان سره د دوامداره خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.»

په پاکستان کې د وسله ‌والو ډلو حضور او فعالیت، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او سوداګریزه راکړه ورکړه په اوسنیو شرایطو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي ننګونې بلل کېږي.

اسلامي امارت له وړاندې د وسله ‌والو ډلو د فعالیت اړوند مسایل د پاکستان کورنۍ موضوع بللې او د سرپرست حکومت دغه دریځ ته په کتو، د پاکستاني چارواکو له لوري پر یادې مسالې د خبرو اترو غوښتنه هم بې مانا او بې ګټې ښکاري.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې په دې وروستیو کې د لومړي وزیر مرستیال کومه اندېښنه ښودلې چې موږ باید له افغانستان سره خبرې وکړو، د دې خبرو موخه د ټي.ټي.پي مساله ده او دوی غواړي چې نړۍ ته وښيي چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې ده او دوی په دې اړه د افغانستان له واکمنو سره وکړې. زما په اند، طالبانو او د اسلامي امارت چارواکو ته په کار ده چې دا ډول خبرو ته په هېڅ ډول حاضر نه شي؛ خو که چېرې عمومي توګه په سیاسي، تجارتي او نورو مسایلو خبرې کوي، دا یو معمول کار دی او څه خبره نه ده.» 

له دې ټولو سره، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وخت نا وخت نښتې او له پاکستان سره سوداګریزې ناندرۍ هغه دوه ستونزې دي چې هوارېدل یې د وسله ‌وال تقابل پر ځای د خبرو اترو له لارې دواړو خواوو ته بې ګټې نه دي.

که څه هم د سیاسي چارو شنونکي تېر ته په کتو په دې اړه د پاکستاني چارواکو پر ارادې شک لري، خو بیا هم پر ګډو موضوعاتو ډیالوګ او خبرې اترې د هېوادونو ترمنځ د نظم راتلو لپاره د نړیوال اصل په توګه یادوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د پاکستان له خوا دغه شان غوښتنې او ادعاوې په دې موخه کېږي چې نړۍ ته وښيي چې ګویا د افغانستان اسلامي امارت له ټي.ټي.پي سره اړیکې او نفوذ لري او د دوی خبرې پر هغوی اغېز لري. د اسلامي امارت مشرانو او ویاندویانو څو ځله دا خبره رد کړې ده.»      

سرپرست حکومت تر اوسه د دې لوړپوړي پاکستاني چارواکي د وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې له ګاونډ، سیمې او نړۍ سره تعامل او د خبرو اترو له لارې د کشالو او ستونزو حل د سرپرست حکومت د بهرنۍ پالیسۍ اساسي برخه ګڼلې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د روانې مارچ میاشتې په ۲۲مه افغانستان ته په خپل رسمي دویم سفر کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سربېره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نور الدین عزیزي سره هم لیدلي او دواړو خواوو د را روانې اپرېل میاشتې له ۱۵مې نېټې وړاندې د ګډې همکارۍ د یوې کمېټې ترمنځ پر لیدنې هم هوکړه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist