د پاکستان پوځ ویلي، له افغان خاورې پرې برید شوی، چې د دوی دوه پوځیان پکې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ اعلامیه کې راغلي، یو شمېر وسله والو هڅه کړې، چې کرمه ایجنسۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان ته واوړي، چې له کبله یې هلته له پاکستاني پوځيانو سره وسله واله نښته رامنځته شوې.
د پاکستان پوځ ویلي، دې پېښه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي، خو پاکستان ته د دې وسله والو د اوښتو مخه نیول شوې ده.
پاکستاني رسنیو بیا د وژل شوو پوځیانو شمېر څلور ښودلی.
اسلامي امارت لا تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.