د پکتیا صنعت او کانونو خونې مشر فضل الدین جلالزی وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې د خامو موادو نه شتون او بازارونو ته د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیت توکوراوړل کېدو له امله یې د ۸۰ سنله کارخونو فعالیت پر ټپه درېدلي دي.
د صنعت او کانو خونې د عامل مدیر رحمت الله راشد وايي، پکتیا کې شااوخوا ۲۰۰ کوچنۍ او لویې کارخونې موجودې دي، چې ګڼ شمېر یې تړل شوي او له امله یې له ۲ زرو ډېر کسان بې روزګاره شوي دي.
راشد وايي:« پکتیا کې تقریبا د کارخونوله تړل کېدو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول تر ۲ زرو کسان بې روزګاره شوي، دا یوازې د صنعت په برخه کې دي.»
بشیر احمد پکتیا کې له اوسپنې د پیالو جوړولو کارخونه لري او وایي، درې میاشتې یې د خامو موادو د نه موجودیت له کبله فعالیت پر ټپه ولاړ و، خو له څو ورځو راهیسې یې بېرته کار پیل کړی دی.
بشیر احمد وايي:«د خامو مواد او برېښنا د نه موجودیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو. له درېیو میاشتو راهیسې مې کارخونه تړل شوې وه او اوس مو دا څو ورځې کېږي، چې بېرته کار پیل کړی دی.»
هڅه مو وکړه، چې په پکتیا کې د کارخونو تړل کېدو په اړه د سوداګرۍ او صنعت ریاست نظر هم ولرو، خو مسوولین یې په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.